دیني، سیرت او تاریخ

د مساجدو احترام

حمزه حسیني

مسجد په لغت کې، مَحَلُّ السُّجُوْدِ یعنې د سجدې ځای ته وایي،او په اصطلاح د شریعت کې،اَلْمَحَلُّ الْمَوْقُوْفُ لِلصَّلوةِ فِیْهِ، یعنې هغه ځای چې وقف شوی وي لپاره د لمانځه کولو ديته مسجد وایي،مساجد په ځمکه کې دالله جل شانه کورونه دي، او حلال نه دي د يوکس لپاره چې په مساجدو کې یو عمل وکړي مګر هغه عمل چې الله تبارک وتعالي یې اذن او اجازه کړي وي لکه لمونځ پکې کول،ذکر دالله جل جلاله پکې کول، او همدا راز د دین او جهاد تعلیم پکې کول.

په اسلامي ټولنه کې مسجد د مسلمانانو لپاره یو اهم عبادت ګاه بلل کیږي، د زړونو د تسل او د تسکین خورا مهم ځای دی، دا چې د مسلمانانو لپاره ډیر اهمیت لري نو؛ باید د داسې مقدسو ځایونو په کامله توګه احترام وشي د صفایي یې باید ډېر زیات خیال وساتل شي، په لوړ اواز غږېدا نه پکې اجتناب وشي تر څو الله جل شانه راضي شي.

په مسلمانانو یې ځکه احترام واجب ده چې دا شعائرالله دي، او دداسې اماکنو بې حرمتي کول د کفر پیلامه کیدلی شي، ځکه د مساجدو نسبت الله تبارک وتعالي خپل ذات اقدس ته کړی:وَعَنْ اَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ،قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلي الله علیه وآله وسلم اَحَبُّ الْبِلَادِ اِلَي اللهِ مَسَاجِدُهَا،وَاَبْغَضُ الْبِلَادِ اِلَي اللهِ اَسْوَاقُهَا،رواه مسلم.

ژباړه: له ابو هريره رضي الله عنه څخه روایت ده دی وایي، چې فرمایلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم، بهترین له ښارونو څخه په نزد دالله تعالي مساجد دي، او مبغوض ترین له ښارونو څخه په نزد د الله تعالي بازارونه دي.

دلته باید یوه خبر یاد وساتل شي، هغه دا چې محبت رقة القلب یعنې د زړه نرمي ته وایي،او زړه په ذوي الاجسامو کې وي او الله تبارک وتعالي له جسم او زړه څخه پاک او منزَّه ده، نو دلته له محبت څخه مراد اراده د خیر ده لپاره د اهل المساجد او له بغض څخه مراد اراده د شر ده لپاره د اهل الاسواق.

خو! دا د غرب په ګدۍ را لوی شوي بې ضمــیره لنډغر به د مسجدونو او د داسې نورو اسلامي شعائرو څه خیال وساتي، په کلیساګانو،ګرجو،درمسالونو او کفري معبدځايونو کې پای لوچی ګرځي خو په مسجد کې بیا له بوټانو سره ګرځي د افسوس ځای داده چې ځان ته مسلمان هم وایي،خو احترام د کفري معبدځایونو کوي،ځان ته د دوو انقلابونو د سالار ځوی وایي خو د مسجد اداب یي لا تر اوسه نه دي زده کړي، داسې بریښي لکه بالکل یې چې اسلامي ټولنه لیدلي نه وي، او نه یي هم د مسجد ادتب لوستلي وي.

وَعَنْ اَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ-قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلي الله علیه و آله وسلم اَلْبُزَّاقُ فِي الْمَسْجِدِ خَطِیْئَةٌ وَ کَفَارَتُهَا دَفْنُـــــهَا، متفق علیه.

ژباړه: له انس رضي الله عنه څخه روایت ده دی وایي، چې فرمایلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم لاړې(توکانې) په مسجد کې ګناه ده کفاره یې پټول(دفن کول) دي.نو مطلب دا شو چې مسلمان باید دجوماتونو د صفایي ډیر زیات خیال وساتي او داسې نه چې د خپلو ناوړه بوټانو له وجې د مسجد ښکلا له منځه یوسي.

د دوو انقلابونو تش په نوم نمایشي تسلیم شوی سالار به د نورو خلکو د اصلاح په خاطر کتابونه لیکل،خو خپل اهل ته یې د ادب او احترام لفظ هم نه ده ور ښودلی، د مسجد اداب یو کوچنی ماشوم چې الف و با پاره یې لاس کې نیولي وي هم لري،خــو دا د غرب په افــکارو تغـــذيه شوی، نه دا چې د شعــائرالله احـترام وکړي له بوټانو سره په مسـجد کې ناست لیدل کیږي، اوس پوښتنه دا ده چې ایا د ده بوټان به قابل د احترام وي او که مسجد؟ نور قضاوت په تاسو.

زه خو چې څومره سوچ او فکر کوم، ما ته د داسې اشخاصو تربیت د کفارو له نایټ کلبونو، او کفري کنېسو څخه انعکاس شوی تربیت او تهذیب ښکاري،تر څو په مسلمانانو کې د کفري عقائدو ترویج ته زمنه مساعده کړي، او د نوي نسل افکار غیر اسلامي وګرځوي، په اسلامي قوانینو باندې د جرأت کولو توان ورکړي، او په مرور د زمان سره اسلامي افکار د خلکو له اذهانو سلب کړي، خو دې هدف ته رسېدل به د عنقا مرغه موجودېدل وي، دا ځکه ناشونی ده چې اوس هم لا خلک شته چې جامعې ته د خپلو مقدساتو د ساتلو او د عقائدو د اصلاح او تصحيح کولو کوښښ یې اولین ترجیح ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x