په طالبانو کې د تفريط خپرولو وېره

جمال الدين اديب

ظريف افغان سره په تمام اختلاف د هغه ليکنه(طالبان او د افراطي فکر وېره) يوازې په نېک‌نيتۍ حمل کولی شو. نيت د زړه خبره ده او کار د ‏ظاهري غړو دی. کله زړه نېک‌نيتی وي، خو په همدغه نيت بنا کار ښه پايله ونه لري. ظريف افغان ليکنه کې کوښښ کړی چې طالبان معقوليت ‏او نتيجه سنجۍ ته راوبلي. ښه نظر دی، مګر د جنوني افکارو او ارماني جذباتيانو مثال يې القاعده او هغه طالبان هم ښوولي، چې په نا څرګندو ‏سياسي فعاليتونو اعتراض کوي. دا يې تجاوز کړی. ظريف د سياسي اړيکو يوازې يو اړخ ته کتلي، چې طالبان په کې خپل نړيوال اعتبار ‏راګرځولی شي، مګر دا يې نه دي ويلي، چې څه ډول اړيکي وپالي او خپل مجاهدين څه ډول پوه کړي.‏

درېيمه خبره دا ده چې ظريف د جنوني او له عقلانيته لرې افکارو بېلګه د مولوي عبدالهادي مجاهد دوه کتابونه «فکري پوهنه» او د «يرغل پر ‏وړاندې» ښوولي. څلورمه خطرناکه خبره دا ده، چې پر نړيوال جهاد باور يې هم د معقوليت خلاف بللی، چې په خپله نا معقوله خبره ده. ‏

که لومړۍ خبره لږه وشاربو، چې‎ ‎‏ پر القاعده دا ډول په تېز عبور بحث کول که بې انصافي نه وي، بل تعبير يې ما سره نه شته. القاعده خپله نړيواله ‏تنظيمي جهادي ستراتيژي لري او دا د طالبانو له زېږېدو وړاندې خبره ده. د القاعده کار وزيار خپلې ساحې او خپل دلايل لري او يو ضرورت دی، ‏چې شايد ځينو برخو کې به د امارت له پاليسيو خلاف وي، مګر دې خبره کې زه ظريف ننګوم؛ داسې بېلګه دې وښيي، چې القاعدې کله هم ‏صراحتا يا حتی اشارتا د امارت کومه پاليسي نقد کړې وي. پاتې شوه د شخصي مجالسو خبره، نو انصاف دا و، چې ظريف د جنون د نسبت پر ځای ‏فرهنګي کمېسيون ته د خپلو مجاهدينو د سم پوهاوي مشوره ورکړې وای. ورته به يې ويلي ول، چې لطفا خپلو مبايعينو ته د خپلو فعاليتونو تاصيل ‏وښيئ او د دې پر ځای چې هغوی يې له بي بي سي او ازادۍ راديو په زهرجن تعبير اوري تاسې يې په خپلو ادبياتو ورته واضح کړئ.‏

شايد ظريف ته له موږ ښه معلومه وي، چې القاعده د طالبانو په سر څومره د داعش له پيغورونو ځوريږي، مګر دې ته به يې زه اوس ورپام کړم، ‏چې يوه ګوتنيونه خو راته وښيه، چې القاعده يې په خپلو خپرونو کې د طالبانو د سياسي فعاليتونو په اړه کوي! که القاعده په دې ګرمه وي، چې ‏ولې د نړيوال جهاد خبره کوي، نو زړه مې وشي، چې ظريف ته د نظر کوم تعويذ وکړم.‏

ليکنه کې وايي، چې دا ډول افکار د امريکا په ګټه تماميږي. که موږ پوښتنه وکړو، چې مرسي په ټول تنازل څنګه د اسرائيلو او امريکا په ګټه ‏تمام شو؟ کوم جنوني فکر و، چې مصر يې هغه حالت ته واړاوه او امريکا مداخله وکړه؟ اردوګان درواخلئ. د اردوګان کوم افراط د امريکا مداخلې ‏ته لار اواروي؟ له ده مخکې مرحوم اربکان کوم جنون درلود، چې دوه کرت يې تخته واړول شوه؟ زه خو وايم د دې پر ځای، چې شخصي تمايلات ‏خپلو کې سره پېيو ښه به دا وي، چې د خپل ثقافت عام قواعد نظر کې ونيسو او شرايط ورته برابر کړو. که زموږ طمع دا وي، چې موږ دې تنازل ‏وکړو او خلک دې موږ ته شرايط برابر کړي، فکر کوم دا خوب اوبو ته د ويلو دی.‏

د يو «افغان مسلمان» په توګه خپل لومړيتوبونه وټاکه، چا ته اجازه مه ورکوه، چې ځان سره دې ذوب کړي، مګر دا اجازه چا درکړې، چې ښه او ‏بد په يوه تله وتله؟ داعش ايمن الظواهري ته د مرسي په نصيحتولو کومه ښکنځا ونه کړله؟ حماس سره په انعطاف يې کومه سپکه ورته پرېښوده؟ ‏د طالبانو په بيعت يې کوم پيغور ورنه کړ؟ مګر کله القاعدې د هغوی جنون ومانه؟ ‏

ډېرې خبرې د دې ځای د ليکلو نه دي، مګر ظريف ته به معلومه وي، چې القاعدې دا ډول سياسي فعاليتونه او روابط له طالبانو مخکې ساتلي، ‏خو په يو توپير، چې يا خو تر اوسه د راز پردو کې پټ دي يا يې خپلو مجاهدينو ته د روابطو شرعي اصل ښکاره کړی. د داعش پخواني وياند، چې ‏ايمن الظواهري ته د ايران پيغور ورکاوه، په همدې، چې القاعدې د ايراني انتي ويست دريځه استفاده کوله. ظواهري ورته وويل، چې د ايران په ‏ارتباط مو دلايل سره تبادله شوي او هغه وخت تاسو قناعت کړی.‏

زه بيا وايم، چې کاش ظريف دا مشوره ليکلی وی چې د روانو جرياناتو په اړه سم پوهاوی په کار دی، نه دا چې القاعدې ته د جنون نسبت وکړي. ‏

بله موضوع، چې بايد ډېره جدي ونيول شي، هغه د مولوي عبدالهادي مجاهد کتابونه دي. په دې کتابونو کې نه د فقهي استدلال په خلاف څه ‏شته او نه جنوني افکار لري. زه يې په دعوی وايم، که يو مسلمان د خپل فکر په اړه دا ډول پوهاوی ونه لري، نه به خپل فکر وپېژني او نه به ‏دښمن وپېژني. ‏

په نظريه کې د يوې خبرې تلقين يو شی دی او د خپلې وسې سره کار او اقدام بل شی. کتاب د نظريې خبره کوي او نظريه بايد بشپړه بحث شي، ‏اوس که يو څوک کار ته لاس اچوي، بايد د «لومړيتوبونو پر بنسټ» تر خپلې وسې خبره وکړي، خو نظريه بايد نفې نه شي، ځکه دا زموږ حق نه ‏دی. په کار کې موږ ته د مشر ملا صاحب خبره د لارې مشال دی، چې ويل يې : زموږ خپله دواړه پښې په يوه موزه کې بندې دي.‏

په نوموړو کتابونو کې خو داسې څه نه شته، چې طالبانو ته ووايي، هلئ فلسطين ته ورشئ، هلئ عراق ته ورشئ، هلئ او هلئ. نه يې ان د امارت ‏د سياسي جرياناتو په اړه مشخص څه ويلي. په کتاب کې د ليکوال د شخصي تمايلاتو هم څه نه شته، بلکې هغه په ټوله کې په فکري قواعدو ‏استدلال کړی. که زه ووايم، چې ظريف دلته په خپله د خپلو شخصي تمايلاتو ښکار دی، چې اند رغانده کتابونه يې ستونزه وبلله، خو نه يې ‏وايم. ‏
هن يو شی شته، چې ظريف په کتاب کې د «امت» خبره تکرار ويني او دی ترې ترهيږي، ځکه خو اخوانيان هم يوه بېلګه کې ياد کړي، چې د ‏‏«امت» شعار به يې وايه. دی که وايي، چې دا جهاد دې له اسلامي امته په پرېکون کې وشي، نو د مسلمانانو دا ستر عقيدوي، فکري، مالي او ‏افرادي انعطاف سره به څه کوي؟ دا هر څه په لغته ووهي او له کوم پردي لوري ځان ته عقيده، فکر، مال او افراد پيدا کړي؟ ‏

زما ښه ياد شي، چې مرسي د “ثورة الدمقراطية المصرية” ترکيب لکه د لغماني تنانا داسې تکرار کړ، خو اسرائيلو به ويل : د مرسي له خولې د ‏خلافت بوی راځي. ‏

ظريف ته دې خدای په نېک‌نيتۍ اجر ورکړي، خو پام دې وکړي، چې په دې دلايلو انشعابي خلک ځان ته برائت ونه ګټي. ډېر خلک شته، چې د ‏امارت په ادرس اوس هم نامشروع سياسي فعاليتونه لري، هسې نه هغوی د خپلو سياسي جرياناتو په اړه دا دليل ونيسي، چې طالبان دې زموږ ‏انشعابي سياسي فعاليتونه په خپلو «جنوني افکارو» نه نقدوي!

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خان محمد
میلمه

بس تاسو دوه یې سره سپینه کړئ او بیا یوه مشترکه اعلامیه نشر کړئ نور ان شاءالله کوم مشکل نشته فکري پوهنه کتاب یو مشکل لري هغه دا چې خلکو ته په تکفیر جرأت ورکوي کاشکې په دې اړه یې لږ وضاحت درلودی چې موږ په دې حالاتو کې دغه مجبور او معذور امت د امریکا او نورو طواغیتو په تسلیم کافر نه بلکې مکره او معذور بللی شو. د یرغل په وړاندې کتاب کې د اسلامي امارت او طالبانو هیڅ یادونه نه ده شوې لکه جهاد چې ټول همده صاحب تنها کړی وي دغسې کول سړي ته شک ورولاړوي… نور لوستل »

ملت يار
میلمه

جزاك الله احسن الجزاء… شكراً لك.

ستاسو ليکنه مې خوښه سوه.
الله دې اجر درکړي. ظريف صاحب فکر کوي چې پر تنازل مونږ خپل اهدافو ته رسېږو مګر داسې نه ده.

عبدالهادي مجاهد يو مفکر دی او هغه مجبور دی چې د فکر جوړونې برخه کې امت پوره پوه کړي او اسلامی فکر چې زمونږ خپل فکر دی ځوانان وپوهوي.

خالد
میلمه

نه د هادی مجاهد دکتابونو افراط په کار دی اونه د ظرف تفریط..هادی خپله نه پوره ملا دی  او نه فقیه. بلکی دعربی لغت او منهجی معهد شاګر اوبیا استاد پاتې شوی.مخلص سړی دی خو کتابونو یې یوڅه له احساساتو ډک دی.اوبل شخصی تمایلات پکې غالبه دی.بله ستره نامردي داده چې دافغان عالم له تاریخی مجاهدې نه یې سترګې پټې کړې.بلکي د رواجی ملا ترعنوان لاندی یې افغان عالم ټکولی.اوبل ادیب صیب وایي چې القاعده د طالباو تر زیږون وړاندی ستراتیزکه   تکلاره لرله..لرله به یې.. خو هغه وخت القاعده په نامه کومه ډله نه وه زیږیدلې.القاعده دطالب په لمن کې… نور لوستل »