نړۍ

کراچۍ: د پولیسو جګپوړی مشر ایس ایس پي چودهري اسلم و وژل شو

کراچۍ حسن چوک کې د پولیسو جګ پوړی افسر ایس پي- سي ای ډي-چودهري اسلم سره له درې پولیسانو په يو سر تیري بريد کې و وژل شو او ۱۱ نور ټپيان دي. د کراچۍ د پولیسو په وینا چودهري اسلم له کوره دفتر روان و چې چې عیسی نګري هديرې سره د سرتيري بريد ښکار شو. د عیني شاهدانو په وينا چاودنه دومره قوي وه چې ورسره نزدې ودانۍ يې ولړزولې او د چودهري اسلم موټر يې په مکمله توګه ویجاړ کړ. درې پولیس ځای پر ځای و وژل شول او چودهري اسلم سخت ټپي شو چې روغتون ته له وړل کيدو وروسته په روغتونه کې ومړ.

په چاودنه کې ۱۱ پولیس هم ټپيان شوي چې روغتون کې د درملنې لاندې دي. د پاکستاني رسنیو له قوله پاکستاني طالبانو د چودهري اسلم د وژلو مسؤولیت منلی دی
باید و ويل شي چې چودهري اسلم په کراچۍ کې د طالبانو پر خلاف ډېر عملیات کړي وو چې نن سهار يې هم په يوه چاپه کې درې وسلوال طالبان وژلي وو. د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم پر چودهري اسلم ۷ وارې مرګوني بریدونه شوي و چې دی ترې روغ وتلی و ځکه چې ده به تل مرمۍ ضد موټر کاراوه ولې نن اتفاقا په عام موتر کې روان و چې د سرتيري برید ښکار شو

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x