pak saudia

د قطر په ځای د سعودي انتخاب به له سولې سره څومره مرسته وکړای شي؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: پاکستان ته د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر سعود الفیصل له وروستي سفر سره په رسنیوکې دا ګنګوسې راپورته شوې چې امریکا غواړي له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره له قطر نه پرته په سعودي عربستان او یاهم  ترکیه کې د هغوئ لپاره بل دفتر پرانیزي.

په دې اړه د پاکستان نوای وقت اردو ژبې ورځپانې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز چودري په حواله ویلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل په خپله خاوره کې طالبانو ته د دفتر پرانستلو له پاره د پاکستان له حکومته د مرستې غوښتنه کړې.

یادې سرچینې دا هم ویلې چې پاکستان ته د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر سفر یاید هیواد ته د امریکې د بهرنیو چارو  وزیر جان کیري د هغه سفر په تعقیب ترسره کیږي په کوم کې چې یې له سعودي چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې په خپل هیواد کې له طالبانو سره د مذاکراتو په غرض سیاسي دفتر پرانیزي .

جان کیري څه موده مخکې سعودي عربستان ته  د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلیدو په غرض تللی وه  خوهلته  یې  له همدې پلمې نه په استفادې له سعودي چارواکوسره  د امریکا اوطالبانو ترمنځ د منځګړیتوب غوښتنه وکړه .

ښايي پاکستان ته دسعود الفیصل تر سفروروسته جان کیري يوځلې بیا سعودي عربستان او پاکستان ته  د همدې  موضوع د تعقیب په غرض سفروکړي .

په افغانستان کې د سولې تأمین د افغانانو ترڅنګ د افغانستان دګاونډ او په مجموع کې د ټولې سیمې دثبات لپاره یوه اهم ضرورت دی او په دې لاره کې د هرچا هلې ځلې په خپل ځای د قدر وړ عمل دی ، خوباید دغه هلې ځلې د افغاني لانجې د اصلي لوریو ترمنځ په  دوه اړخیزتوافق ترسره شي .

دافغانستان په قضیه کې طالبان او د امریکا متحده ایالات اصلي لوري پیژندل شوي او که د دوئ ترمنځ د مذاکراتو او تفاهم  هرډول اقدام ترسره کیږي هغه باید  د دواړو لوریو په خوښه وي .

 دسولې په مذاکراتوکې  اساسي خبره دسولې محوریت دی ،نه داچې له هغې څخه په جانب مقابل باندې دفشار راوستلو ابزاري استفاده و شي .

دطالبانو او امریکایانو ترمنځ  د مذاکراتو لپاره د قطر دفتر هم  د دواړو لوریو په توافق ایجادشوی او تر یوه حده پکي دمذاکراتو بهیرهم  په جریان کې شوی وه .

دا چې اوس د قطر په ځای امریکایان  دسعودي عربستان او یاترکیې په انتخاب ټینګار لري له دې څخه دا جوتیږي چې هغوئ ته په  افغانستان کې  مطلق سوله او دهغې په اړه  مذاکرت  ارزښت نه لري  ، بلکې یواځې هغه  مذاکرات  ورته  دمنلو وړدي چې د دوئ په خوښه او ګټه ترسره شي .

په قطر کې  د طالبانو  او امریکایانو ترمنځ  پیل شوي مذاکرات  چې خپله  د امریکایانو  د نامناسبو کړنو له وجې  په ټپه ودریدل  د دې  ښکارندوي دي چې هغوئ  د افغانستان  دسولې په اړه جدیت  نه لري ،  نو په داسې  ډول چې په  مذاکراتو کې یواځې  د امریکایانو نظر مطرح وي که بل هرځای  دطالبانو په نوم  دفتر پرانیستل کیږي هغه به  یوطرفه امریکايي هلې ځلې وي چې  د هیڅ ډول مثبتو پایلو توقع تري نشي کیدای .

 د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د