د اسرائیلي الوتکو تر وزر لاندې د ملي یووالي حکومت

نن ټکی اسيا سرليکنه

په یوه تازه انکشاف کې د اسرائیلو د دفاعي چارو یوې تخصصي مجلې رپوټ ورکړی چې له کال ۲۰۱۰ راهیسې اسرائیلي بي پلوټه الوتکې د امریکا او ناټو ترڅنګ په افغانستان کې په فعالیت لګیادي.

د یادې سرچیني په استناد د «ههرون ۱» په نوم اسرائلي بي پلوټه الوتکو تر اوسه پوري د افغانستان په فضاء کې ۳۰ زره ساعته الوتنه کړې ، پوځي بریدونه یې تر سره کړي او د ۲۰۱۸ کال تر فروري میاشتې پوري به نور هم دې فعالیت په افغانستان کې دوام ورکوي.

د جان کیري له لوري د ملي یووالي په نوم د حکومت له جوړیدو سره سم یاد حکومت له امریکایانو سره دفاعي اوامنیتي تړون لاسلیک کړ، د یاد تړون د تنفیذ موده لس کاله ټاکل شوې او د مزید تمدید صلاحیت يي هم امریکايي لوري ته مأول شوی دی.

سره له دې چې د یاد تړون له لاسلیکولو سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ډیری حکومتي چار واکي او عام ولس په مطلق اکثریت مخالف او هغه یې د افغانستان او سیمې د بي ثباتي لامل ګاڼه ، خو ښاغلی اشرف غني د ولسي ارادې او غوښتنې خلاف بیا هم یاد تړون په داسې ډول لاسلیک کړ چې امریکايي ځواکونو ته یې په افغانستان کې د هغوي د هر ډول کړنو او تخلفاتو په مقابل کې قضايي مصؤنیت هم ورکړ. هماغه و چې امریکايي ځواکونو د دغه تړون له مخې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې پر ولسي سیمو هوايي او ځمکني بریدونه وکړل چې له امله يي په زرګونو بیدفاع کسان مړه او ژوبل شول.

په کندوز کې د بي سرحده ډاکټرانو د روغتون او همداراز د بوزکندهاري سیمي بمبارول چې په ترڅ کې يې تر سل ډیر ولسي وګړي مړه او ژوبل شول د مشت نمونه يي خروار په توګه یادولای شو.

اوس چې د امریکايي او ناټو ځواکونو ترڅنګ زمونږ په هیواد کې د اسرائیلي پوځي کمپنیو جوړې شوې وسلې او ډرون الوتکې هم د افغانانو د وژلو لپاره تجربه کیږي دا د ګډ حکومت لپاره د هغه په نورو سلګونو فساداتو او فضیحوتو سر بیره یو بل نه توجیه کیدونکی جنایت دی چې خپله د اسرائیلي چارواکو لخوا تري پرده پورته کیږي.

ښايي خپله د ګډ حکومت چارواکي هم تر اوسه په دې نه يي خبر چې د دوي دواکمنۍ د بقاء لپاره اسرئیلي وسلي او الوتکي هم د افغانانو په سرونو تجربه کیږي ، خو اوس چې اسرائیلي دفاعي چارواکو دا راز افشاء کړ دوي ته په کار دی چې نور پر افغان مظلوم ولس رحم وکړي او مزید یې د بهرنیو جنګي کمپنیو د جنګي تولیداتو په تجربه کولو سره ونه ځوروي.

تبصرې (1)

  • دملي یووالي حکومت د کو څې یوه فاحشه ده هر څو ک چې دالر ورکوي ور سره ځي او زنا ورسره کوي إ هغه په دین ، ایمان، اسلام ،پښتو او غیرت هیڅ عقیده ناري هغوی دسیکولرې دیموکراسي ددروازې تازیان دي إ