مالي«لنډه کيسه»

 صفي الله  “رائد”

ځيني خلک دخبرو پر مهال خورا زړه راښکونکي او له خندا ډک الفاظ استعمالوي، خو ډېر داسې خلک هم شته چې په خپلو خبرو کې یو لفظ ډېر( بارـ بار) کاروي او تکیه کلام یې ګرځېدلی وي.

زما یو نېږدې ملګری و،  هغه به په خپلو خبرو کې مالې ـ مالې (ما ویل) ډېر استعمالوه. کله ناکله به مونږ ملګرو په خپل مېنځ کې دی  په مالې ـ مالې ډېر چېړه، ورته به مو ویل: که نر یې!

نو یو دقیقه داسې وغږېږه چې مالې ـ مالې پکې ونه وایې!

داچې ده ته به بې له مالې مالې خبرې کول مشکل و،  نو له ډېره قهره به یې مونږ ټولو ته  ښکنځل شوروع کړل او له خونې به ووت.

یو وخت په کابل کې استخباراتو نیولی و، شاوخوا لس ورځې ورک، چې کله راپېدا شو نو زه یې پوښتنې ته ورغلم.

تر روغبړ وروسته مې ورته وویل:  ښه نو اوس راته دخپل لس ورځینۍ بند خونې کیسه وکړه؟ دوی څه  درته ویل او څه یې درنه غوښتل؟

ویل یې: په اوله شپه یې راته مخې ته یوه سپینه پاڼه کېښوده،  او راته یې کړل: چې په تېر ژوند کې دې څه کړي دي ټول دلته ولیکه!

مال ښا!  نو تا څه ورته ولیکل؟ هن!

نور دی شوروع شو، ویل یې: ما ورته ولیکل چې مالې ما اول  مکتب ویلې،  مالې بیا مې خیاطي کوله، او ورته مې دا هم ولیکل چې مالې زه بې ګناه یم، مالې زه تاسو چټي دلته راوستلی یم، مالې ما څه کړي، مالې…
مال ښا!  نو بیا…

ویل یې چې کله څارنوال زما دغه ډکه کړې ورقه ولیده نو سخت په غوصه شو او را وه یې نیولم سم یې وډبولم.
مال ښه؛ زه اوس پوه شوم چې ته یې ولې دومره ډبولی یې.

ویل یې هغه څنګه؟

مال نو تا خو ټوله ورقه ورته له مالې ـ مالې ډکه کړې وه،  نو خود به یې دومره ډبولې.

پورتنۍ کیسه مې کال وړاندې  په فسبوک کې لیکلې وه، یو ملګري کمینټ پرې کړی و، چې دغه انډیوال دې کیدای شي چې یو وخت د مالې وزیر هم شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د