
د بګرام ۸۸ بندیانو کې ۷۲ يې دوسیې نلري
د بګرام په پاتې ۸۸ زندانیانو کې ۷۲ يې دوسيې نلري. د ولسمشر ویاند ايمل فیضي نن ناوخته رسنیو سره په خبرو کې و ويل چې په بګرام کې پاتې ۸۸ بنديانو له ډلې يوازې ۱۶ تنه يې دوسيې لري. فیضي وايي چې دغه څرګندونې نن د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل د ولسمشر په مشرۍ جوړه شوې عدلي او قضايي غونډې ته وکړې. د فیضي په وينا د بګرام د ٨٨ زندانيانو له ډلې يوازې ١٦ تنه يې دوسيې لري، د ٢٧ تنو په اړه عادي اطلاعات شته ، خو د جرم دثبوت لپاره کافي نه دي. او ٤٥ نورو پر خلاف هيڅ دعوه نشته. باید و ویل شي چې د ٨٨ زندانيانو موضوع، د افغانستان او امريکا تر منځ د اختلاف ټکى دی چې امريکا وايي باید ازاد نشي ځکه چې دغه کسان بالفعل په جګړه کې نيول شوي دي، ولې د بګرام زندان د دوسیو د څېړنې د کميټې مشر عبدالشکور دادرس وايي چې دا بنديان ټول بې ګناه دي او ډېر زر به يې خوشې کړي