دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د زعیم ( مشر ) د ټاکلو تګلاره

انور افغان
د اسلام له نظره هغه کس د مسلمانانو د زعیم ( مشر ) په توګه نوماندېږي چي د مسلمانانو د مخکني زمامدار ( مشر ) او یا هم د رايې د اهل ( اهل الحل و العقد شورا ) له لورې وټاکل شي، د نوماندانو د ډېروالې په صورت کې یو ټاکل کېږي او که چېرته یوازې یو نوماند وي د نوموړې کس سره د هوکړې اعلان او بیعت ورسره کېږي.

خو د خلافت له مقامه پرته د نورو منصبونو ټاکل امامت یا عام زعامت د مسلمانانو د عمومي زمامدار له لورې د اسلامي ټولنې مصلحتونو ته په کتو او د ( اهل الحل و العقد شورا ) په مشوره تر سره کېږي.

د قدرت د لاس ته راوړلو حرص او هڅې

اسلام د هر څه تر نامه لاندې د امارت ( منصب ) د غوښتلو حرص او هڅې حرامې بللې او منع کړې یې دي، ځکه ډیری نه بلکې هر څوک د قدرت د غوښتلو هیله کوي او د هغه د لاس ته راوړلو لپاره هڅې کوي، انسان د مقام او منصب خوښونکی وي، حکومت او منصب پر نورو د لوړوالې په وجه خوښوي او غواړي یې، چي قدرت ته د دا ډول خلکو د رسېدو پایله ډېره خرابه او ټولنه فاسدوي.

پیغمبر «ص» د منصب او مقام غوښتل او د هغه طمعه کول حرام بللې او د مقام غوښتونکو کسانو له ګومارل یې نفي کړې.

۱- «عَنِ الْحَسَنِ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ: لاَ تَسْأَلِ الإِمَارَةَ فَإِنَّكَ إِنْ أُعْطِيتَهَا عَنْ مَسْأَلَةٍ وُكِلْتَ إِلَيْهَا وَإِنْ أُعْطِيتَهَا عَنْ غَيْرِ مَسْأَلَةٍ أُعِنْتَ عَلَيْهَا». [متفق عليه].

« رسول الله «ص» عبدالرحمن بن سمره ته ووېل: اې عبدالرحمن بن سمره! د امارت او حکومت غوښتنه مه کوه، ځکه که ستا د غوښتنې او مینې په وجه تا ته در کړل شي، د هغه د تر سره کولو عهده ستا پر غاړه اوړې او الله تعالی به په دې کار کې له تا سره مرسته ونه کړې، که ستا له غوښتنې پرته تا ته درکړل شي د هغه په تر سره کولو کې د الله تعالی مرسته او مدد ستا سره مل دی»

۲- «عَنْ أَبِى مُوسَى قَالَ دَخَلْتُ عَلَى النَّبِىِّ أَنَا وَرَجُلاَنِ مِنْ بَنِى عَمِّى فَقَالَ أَحَدُ الرَّجُلَيْنِ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَمِّرْنَا عَلَى بَعْضِ مَا وَلاَّكَ اللَّهُ (ج). وَقَالَ الآخَرُ مِثْلَ ذَلِكَ فَقَالَ: إِنَّا وَاللَّهِ لاَ نُوَلِّى عَلَى هَذَا الْعَمَلِ أَحَدًا سَأَلَهُ وَلاَ أَحَدًا حَرَصَ عَلَيْهِ». [رواه مسلم].

« ابو موسی اشعري (رض)وایي زه او د کاکا دوه زامن مو رسول الله  ته ورغلو، نو د هغوۍ څخه یې یوه وويل: اې د الله تعالی رسوله، الله تعالی چي کوم کارونه تا ته سپارلې له هغو څخه پر یوه برخه ما وټاکه او هغه بل هم همداسي ورته ووېل.

پېغمبر (ص) وفرمایل: په الله تعالی قسم هغه کس چي د دې کار ( منصب او مقام ) غوښتنکی ووسي او یا د هغې طمعه وکړې نه یې ورته سپارم»

۳- «عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ قَالَ: إِنَّكُمْ سَتَحْرِصُونَ عَلَى الإِمَارَةِ ، وَسَتَكُونُ نَدَامَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ، فَنِعْمَ الْمُرْضِعَةُ وَبِئْسَتِ الْفَاطِمَةُ». [رواه البخارى].

« رسول الله (ص) وفرمایل: تاسو به د امارت ( مقام او منصب ) د لاس ته راوړلو لپاره طمعه وکړئ، په داسي حال کې چي امارت به په اخرت کې د پېښمانۍ او افسوس سبب وي»

نو په دنیا کې دغه شیدې ورکونکی ښه منصب به ( له مرګ نه وروسته ) بد او له شیدو بېلیدونکی وي»

له پورتنيو احادیثو څخه په لاندینيو مسایلو کې استفاده کېږي.

۱- دغه دلایل او دې ته ورته نور د امارت ( منصب او مقام ) او زعامت غوښتنه په صراحت سره حرامه بولې او پر دې یې ټینګار ده چي:

د عبدالرحمن بن سمره په حدیث کې دغه جمله «لاَ تَسْأَلِ الإِمَارَةَ» د رسول الله (ص) صریح نهي د دغه عمل د قطعي حرمت دلیل ده په ځانګړې توګه رسول الله  په چارو کې د دغسې کسانو د نه کامیابۍ د نهي علت دا وښود چي وې فرمایل: له قدرت غوښتونکو کسانو سره الهي توفیق نه وي او د الله تعالی له یاري او مرستې څخه محرومېږي.

۲- له نبوي ارشاداتو پرته د رسول الله(ص)مبارک عمل دا څرګنده وي چي په اسلام کې د قدرت طمعه او غوښتل ښایسته کار نه ده او پېغمبر (ص) د قدرت غوښتونکې کسان محروم کړې او فرمایلي یې دي «وَاللَّهِ لاَ نُوَلِّي عَلَى هَذَا الْعَمَلِ أَحَدًا سَأَلَهُ…».

۳- په اسلامي امت له پیغمب (ص) پر پیروي دا لازمه ده، هغه کسان چي قدرت ته د رسېدو هڅه کوي او طمعه یې لري، له هغوۍ سره هیڅ ډول همکاري باید ونکړل شي او هغوۍ دي قدرت ته له رسېدو څخه محرومه کړای شي. ﴿لَّقَدۡ كَانَ لَكُمۡ فِي رَسُولِ ٱللَّهِ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ﴾ [الأحزاب: ۲۱].

« په یقیني توګه ستاسې لپاره د الله (ج) په پېغمبر کې د نیکۍ یوه خورا غوره نمونه ده، د هر هغه چا لپاره ده چي د الله او د اخرت د ورځې هیله من وي او الله (ج) ډېر ډېر یاد کړې»

۴- د هغه رسول په وینا چي د هوا او هوس نه به غیر د وحي له مخي خبرې کوي، د امارت غوښتونکی کس ناکامه ده، که څه هم زمام ( مشر ) شي، ځکه الهي توفیق نه وي ورسره مل او د خپلې طمعي او غوښتنې په وجه تر دغه لوی منصب او مقامه پورې رسيدلی وي، نو په دې اساس هغه له غیبي مرستې او الهي مدده محروم پاتې کېږې.

هغه اسلامپالو ته ویل کېږي چي غواړې د ټاکنو له لارې زعامت ( مشرۍ ) لاس ته راوړې، که ستاسو موخه اسلام، اسلامي حکومت او د اسلامي احکامو تر سره کول وي، نو هیڅ کله به په دې تګلاره کې تاسي خپلو موخو ته ونه رسېږۍ ځکه د رسول الله (ص) په شهادت سره به له تاسو سره الهي مرسته مل نه وي او قدرت ته د رسېدو دغه لاره زموږ رسول الله (ص) غلطه او غیر مشروع لاره بللې: « لا تسأل الإمارة».

واقعیتونه خو دا دي، د هغو اسلامي حرکتونو حالت چي ټاکنو ته یې مخه کړې، همدا د اسلام د پیغمبر د وړاندوینې شاهدان او بیانونکې دي.

په ځیني مواردو کې قدرت ته هم رسېدلې خو نه دي بریالي شوي چي اسلامي قانون غالب کړي بلکې نور یې هم منحرفه کړی.

۵- له هغو بېلا بېلو روایتونو چي په دې اړه نقل شوي ثابته شوې، چي د قدرت غوښتنې د ممنوعیت علت یوازې د قدرت غوښتونکې کس د شخصیت ضعف نه ده.

په ځینو مواردو کې لکه د ( ابوذر په حدیث کې ) رسول الله (ص) د شخصیت ضعف د دې نهي علت ښودلی
دی او په نورو مواردو کې بېلا بېلو علتونو ته اشاره شوې، د هغوۍ له جملې نه د قدرت طمعه او مقام غوښتنه او پر دې اساس له الهي توفیق او مرستې محروم پاتې کېدل دي، د ابي هریره د حدیث پر بنسټ له کوم دلیل او انګيزې پرته د مقام او منصب غوښتنه نا مشروع عمل او په اخرت کې د پېښمانۍ او افسوس سبب کرځي.

د ټاکنو له لارې قدرت ته رسېدل نه یوازې دا چي د امارت غوښتل دي بلکې له دې نه هم هغه ته د رسېدو غټه طمعه ښکاري، که چېرته دا د قدرت غوښتل نه وي، نو دا ټولې هلې ځلې، کمپاینونه، د درواغو وعدې او ناپاکه ایتلافونه ( حتی له الحادي ګوندونو سره یو ځای والی ) متضاد سیاستونه او متناقص دریځونه د څه لپاره کېږي؟

پراخې ( پارلماني او ریاستي ) ټاکنې هغه که ولایتي یا هم د عالي شوراګانو وي داسي تر سره کېږي چي:

د هرې ډلې او د هرې درجې خلک د راېي اچونې په صندقونو کې د خپلې خوښې نوماند په ګټه خپله رایه کاروي او د خپل ملت سرنوشت په خپله زمه وارۍ سره د مشخصو کلونو لپاره د هغوۍ لاس ته سپارې او په پایله کې هغه کس چي ډېرې رایې یې تر لاسه کړې وي د دولت د مشر، په دولت کې د خلکو استازی او یا هم په ملي شوراګانو کې د خلکو د استازي په توګه ټاکل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x