شعـــــرونه

غزل/ محمد نعیم افغان زوی

محمد نعیم افغان زوی

ستا له فِضا نه توره شپه شړي پاڅون د رڼا
په تا خوره توره تیاره شړي پاڅون د رڼا

تا ته راوړي به په لمن کې سپین سهار وطنه
د هر تورتم به پرګنه شړي پاڅون د رڼا

په تا به وکړي سم په شړک د نېکمرغیو باران
درنه بدمرغه سرچینه شړي پاڅون د رڼا

ستا په لمنه به ګلاب غاټول ریحان وټومبې
له ازغو جوړه سلسله شړي پاڅون د رڼا

کړي مُزَیَّن به د پامیر په تندې تاج د حریت
غاصب خزان له آریانه شړي پاڅون د رڼا

ستا سره یې عهد د وفا کړی د ستورو ټولۍ
بلاو بترې ستا له زړه شړي پاڅون د رڼا

له غمازانو یې آرام وړی بې حاله ګرزي
خپل او خپلوان د بېلتانه شړي پاڅون د رڼا

نن له وحشته لاره ورکه ده هیبت یې تللی
د وحشت کډه له کاله شړي پاڅون د رڼا

له خیره نور د تورتمونو مخ دی غرب ته راجیع
ورسره مل به ټول هر څه شړي پاڅون د رڼا

یې به خپلواک که خداي کول د افغان زوي وطنه
ستا هر بدخوا به همیشه شړي پاڅون د رڼا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x