شعـــــرونه

نظم/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني
خدای دې خير کړي چېرته درومي!؟
دومره ولې تلواري يې
له شاجرو نه دې ډکه
تر ملا شنه چانټه تړلې
قاتکي ټوپک دې هم دی
په اوږه کې اچولی
سپين سروېس بوټ دې په پښو
پاج دې سپين پر سر وهلی
د واسکټ جېب کې دې ايښې
جاپانۍ مخابره ده
د سکوټر ټانکۍ دې هم ده
له پټرلو ځينې ډکه
د سکوټر خورجين کې ښکاري
د راکېټ غټې مرمۍ دی
له باردو ځينې ډکې
څو بوشکې دې څنګ ته ايښي
پلش ريموډ هم ورسره دي
نه پوهېږم چې څه چل دی
وايه کوم لوري ته درومې
د ماښام تيارې خپرېږي
لمر له غرونو پنا کېږي
پاس اسمان کې له سهاره
ډرون،بنګنې هم ګرځېږي
ته راځه چې کورته ولاړ شو
فضاء ډېره ده خرابه
هسې نه چې دې تعقيب کړي
له دې ځايه تلل پکار دي
دا مبايل دې هم نور بند کړه
سيم کارت هم ترېنه وباسه
دا بټرۍ هم ترې کړه لرې
احتياط ښه دی احتياط ښه دی
په خدای تاباندې وېرېږم
ستا بلا دې زما پر سرشي
مجاهده مجاهد
ای زموږ د خړپړ کلي
ګلالیه طالب جانه
د ملت سترګې دي تاته
خدای دې وساته جانانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x