افغانستان

صلاح الدین رباني د یوه جګپوړي پلاوي په مشري امارات ته تللی

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ٢۹، ۱۳۹۵ل): د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دیوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشري د امارات هیواد ته د تعزیت لپاره تللی دی.

د نوموړي سره د حاج او اوقافو وزیر فایز محمد عثماني تر څنګ یو شمېر نور جګپوړي دولتي چارواکي هم ملګري وه.

د متحده عرب اماراتو د رسمي خبري اژانس له لوري په ورکړل شوي خبر کې نن وویل شول چې د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبد الله بن زاید آل نهیان تېره ورځ صلاح الدین رباني او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د «انسانیت شهیدانو» په اړه امارات ته د افغانستان د حکومت او ولس تعزیت ووایه.

د کندهار په پېښه کې د اماراتو ۵ بشري مرسته رسوونکي فعالان ووژل شول چې دغه هیواد ورته د انسانیت شهیدانو لقب ورکړ.

په یاده غونډه کې عبدالله بن زاید د افغانستان پلاوي څخه مننه کړې او تاکید یې کړی چې امارات به د افغانستان د ولس سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.

نوموړي ویلي چې د اماراتو او افغانستان ملګرتیا او له یو بل سره مشترکه همکاري د پيړیو څخه ادامه لري چې اوس به هم د پخوا په شان ادامه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x