
شعـــــرونه
غزل/ صحرا بي بي
صحرا بي بي
سرو ګلونو ترېنه تاو کړه شپول د مینې
سـلامـي ورتـه ولاړ وو ټول د مینې
.
ستا د نور نه کاینات ، همه پیدا شـول
راپېرزو دې کړه رڼا په تـول د مینې
.
ستړي ژوند ته مې اسـانه دغه لار کړه
زړه مې ایښی سـتا په در کچکـول د مینې
.
خـوب کې داسې خوشبویي له تانه راغلـه
لــکه مــا چې درکـول غــاټول د مینې
.
د امبېل د ملغلرو شــمېر مې نیســــه
ټولــوم یې دانــه پــروت په هول د مینې
چپه خـوله دې څه بلهـا ډیری کیسې کړي
زړه بایللـی دی اشــنا پـه رول د میني
تـش د فکــر پـه ټالــو مې ځنـګــولې
دا “صحـــرا” دې کړه رښتیا سمبول د مینې
.
صحرا بي بي