استاذ محمد زمان مزمل

افغانستان، د تاریخ جوړونکیو کنډواله

محمد زمان مزمل

د کابل د ارګ په دروازه او یا دیوال له پاسه راغلیو او د وروستۍ ورځ چې یوه زرګري  ترازو ته واچول شي نو خپله به پوه شئ چې د اولې ورځې د تراوز پله کې ناست حکمرانان موازینو له زمکو نه شول پورته کولای او بیا همدا حکمرانان په خپله وروستۍ ورځ کې بر عکس د موازینو په پرتله هومره سپک و چې تا ویل اسمان ته ختلي دي .

که په همدې موخه د کودتا د مشرانو او بیا د هغوی پسې د راغلیو مجاهدینو طالبانو او بیا ننیو حکمرانانو د اولو ورځو خبرې ، شعارونه او پرونۍ کاپي شوې تراني تر نظر لاندې تیرې کړل شي نو د مقایسې وړ ندي .

 مونږ همیشه په ارګ کې همیشه فیلسوفان او تاریخ جوړونکي استقبال کړي ولې د کال او کلونو په تیریدو همدغو فیلسوفانو او تاریخ جوړونکو هر چا پّ کابل او افغانستان کې خپلې ، خپلې کنډواله پرې ایښی دی .

په دې کنډواله افغانستان کې د موسی شفیق وروسته هر چا د خپلو شعارونو په خلاف  ددې هیواد مادي او معنوي شتمنۍ تر ګذار لاندې نیولي او زمونږ خلک له دغو ټولو نه هومره خوا بدې دی چې ان د بهرنیانو سره د همدغو سیاسي تجارانو د یو کردار له مخې هغه حساسیت نه ده پآتې چې دلته پرون پرګنو د پرنګي او شوروي پر ضد پکې تاریخ طاق(ظفر) او څلې پرې ایښي دي .

په دې اړه دا پکې د اندیښنې وړ نده چې جنګ افغانستان کنډواله کړ ځکه جنګ همدغسې تلفات لري بلکې د اندیښنې ځای دا دی چې تر اوسه پورې په دې سلسله کې لس یا یوولس حکومتونه راغلل او هر چا پکې پر سلف او تلي حکومت د تهمت او بدنامۍ هغه خوله ور خلاصه کړې چې ته به وایې دی به دا هیواد د سپوږمۍ ګاونډي کړي ولی بل او پسې بل پهّ داسې شومه لړۍ کې یو د بل نه زیات ورانونکي راغلل چې نن پکې زمونږ دغه حکومت د اته څلویښټو دولتونو او لښکرو په ملګرۍ هاغه جنګ تود ساتي چې پایلې د همدې هیواد پرګنو د وینو او سرونو د ضائع کیدو هاغه زړه بدغونې سلسله ده .

په دې باندې د مادي پرمختګ او ابادۍ هغه هوسیانارګ ته ورسیدل او یا ورته چانس او نوبت ورسید چې د سارتر او چون لای کردار یې خبرو او شعارونو ته ټوکې او مسخره ښکاریدې ولې په داسې خطا لارو روان شول چې ددې هیواد او ملت د مادي ابادۍ او معنوي شتمنیو میراثو ته یې اور ورته کړ او ډيری پکې لکه ښکرور له خپل ملت سره په ټکر کې شول .

همداسې په دې هیواد کې هغه شعاري مست مذهبي مشران هم ارګ او یا د ارګ شا و خوا ته ورسیدل چې پّ کابل د مدینې فاضلې لپاره لا تر آیت او  تحادیثو په کمه او بله خبر زړه اوبه نه څکلې ولې  دې محترمینو او جنابانو هم په کابل کې هغه کمیدي سیاستونه پر ځای پریښودل چې کابلیان به د یوې پیړۍ لپاره پر هغو فکاهیو خپل بنډارونه ژوندي ساتي او هغوی نه دا چې د بې سوچۍ نه یې وطن د مادي پرمختګ ارزښت مسخره کړ بلکې د مذهبي کسانو ته یې هغه تیر احترام او قدوه اغیزې هم د سوال سره مخامخ کړ .

نن مونږ د دغه تاریخ جوړونکو په کنډواله افغانستان کې د ظاهر خان د مهال د صدر اعظمانو کلیزې لمانځو او ډيرو خو پکې دا یو ارمان دی چې کاشکې شعاري ډلو هغه بې شوشې او بې شعاره حاکمان پر ځای پرې ایښي وای چې علی الاقل په دې کابل کې خو تاجکانو ، پښتنو ، هزاره او ازبکو خپله محبتي او متنوعه معاشره خوندي ساتلې وای .

نه دا چې په ډې کابل کې د جنګ نه په راپاتې شتمنیو کې ایله د ظاهرخان د مهال مکریانونه ، نغلو او د سروبي بندونه ، سالنګ او د ننګرهار فارمونه را پآتې دي بلکې د معنوي کنډوالو په ویر کې یې ایله د ظاهر خان او سردار محمد داود خان د مهال د ملي وحدت او د امنیتي شرائطو خاطرې پاتې دي .

منم چې ظاهرخان او سردار محمد داود خان هم پکې هغه الګو او د یادونې کارنامې نه درلودلې ولې وروستي او اوسني پکې دمره ټیټ وختل چې نن پکې ډير شعاري خلقیان او مجاهدین پکې د خپلو کړو نه د شرمندګۍ د چا او ان زما ددغې مقالې د ځواب هم نه دي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د