نظــر

د نایټ بایللې لوبه

متکبرین همېشه د خپل تکبر او غرور ښکار ګرځېدلي خو دا چې څوک یې پر ځان راوړي او څوک نه، څوک یې په یوه بهانه او څوک یې پر بله بهانه له ځانه تراشي او خپل کوولي په یوه او بل نامه د خلکو پر وړاندې په ډېر عاجزانه ډول توږي. امریکا په ډېر کش او فش په بې سرپوښه، بې دفاع  او بې لاس او پښو افغانستان داسې له شرمه ډکه حمله وکړه چې باور لرم په تاریخ کښې به یې ډیرې کمې نمونې لیدل شوې وي. دوی د طالبانو اسلامي رژیم له منځه یووړ او پر ځای یې یو دیموکراتیک حکومت رامنځته کړ.

ددغه یرغل او ځای ناستي حکومت دادی ۱۲ کاله پوره شول خو نه دولت ټینګ شو، نه اساسي قانون پلی شو، نه د امریکایانو پر سکرین تاوېدونکې موخې ترلاسه شوې، نه طالبان له منځه لاړل او نه هم القاعده، او ددې برخلاف د عوامو تلفات ډیر شول، د طالبانو مقاومت زور واخست، د القاعدې تنظیم د مسلمانانو تر منځه نور هم محبوب شو او همداسې نورې غیرمتوقعه پېښې چې امریکا یې توقع نه لرله او رامنځته شوې.

د اوباما د ادارې د دفاع پخوانی وزیر رابرټ ګیټس د خپلو یادښتونو په کتاب کښې چې (دنده: په جګړه کښې د یوه وزیر یادښتونه) نومیږي او په راتلونکې اونۍ به په بشپړه توګه چاپ شي، دا په ډاګه کړې چې اوباما د هغې ستراتیژۍ په اړه چې په ۲۰۰۹ کال کښې یې طرح کړې وه چې په زرګونو امریکایي عساکر به افغانستان ته د جنګ لپاره لیږي، باور له لاسه ورکړی دی او ددې پر ځای چې هلته د امریکایي عساکرو د ډېرښت امر ورکړي د بیرته را ایستلو په اړه یې فکر کوي.  هغه همدارنګه ویلي دي چې اوباما پخپلو جنګي قومندانانو اعتماد نلري، د افغانستان جمهور رئیس ورته له زغم نه وتلی دی، او د طالبانو په مقابل کښې د خپلې ستراتیژۍ په نوي کېدو چې د ۳۰،۰۰۰ عسکرو ډیروالی دی هم باور او اعتماد نلري. هغه وایي چې اوباما اوس ددې پر ځای چې ددغه جنګ د کامیابۍ په اړه فکر وکړي او خپل عسکر هلته له طالبانو سره د یوه غوڅ جنګ لپاره ډېر کړي، پر دې تمرکز کوي چې څنګه له افغانستان څخه خپل عساکر وباسي او دغه جنګ ته د پای ټکی کښیږدي.

ګیټس د سپینې ماڼۍ کارکوونکي پدې متهم کړل چې هغوی اوباما ته غلطې مشورې ورکوي او د افغانستان د جنګ په اړه هغه ته سپین حقایق نه وایي. هغه همدارنګه وویل چې دوی ولسمشر پخپلو تصامیمو کښې دوه زړی کړی دی چې هغه د جنرال ډیویډ پیټرایس او د امریکایي عساکرو د ډېروالي په اړه نیولي وه. د امریکایي عسکرو ډیروالي دا ګټه درلوده چې طالبان یې له ډیرو سیمو په شا کړي ول او همدارنګه افغان امنیتي قواؤ ته یې ددې زمینه برابره کړې وه چې ځینې پرمختګونه وکړي. د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کښې اوباما یوه غونډه راوبلله چې په هغې کښې یې له افغانستانه د امریکایي عسکرو په مهال وېش خبرې او بحث کاوه. اوباما په دغه غونډه کښې د امریکایي عسکرو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیټرایس په فعالیتونو شک ښکاره کړاو ویې ویل چې زه نه پوهیږم چې هغه به له ولسمشر کرزي سره کومې معاملې ته ورسیږي او که نه.

هغه همدا راز د ولسمشر د معاون په اړه چې د ډېرو په باور د خارجي پالیسۍ متخصص او پوه دی، وویل، هغه د تېرو څلورو لسیزو په لړ کښې د خارجي پالیسۍ او ملي امنیت په تړاو اکثره وخت غلط تصامیم نیسي او په ډیرو مسایلو کښې خطا وتلی دی. خو له بلې خوا د ګیټس دا خبرې د پینټاګون د یوه لوړپوري مامور له لوري چې اوباما او بایډن ته نږدې کس دی رد شوي دي او ویلي یې دي چې اوباما د ګیټس د خبرو په مقابل کښې همدومره وویل چې د بایډن په اړه د هغه دا خبرې اشتباه دي، بایډن د خپل څلویښت کلن خدمت په دوره کښې امریکا ته د خارجي پالیسۍ په تړاو ښې مشورې ورکړي دي او همېشه ما ته او نورو ته یو ښه همکار پاتې شوی دی. ګیټس همدارنګه وویل چې بایډن د هغې شپنۍ حملې مخالف وه چې له امله یې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کښې ووژل شو.
ګیټس او نور له یوې خوا غواړي چې ددوی حریفه ډله (دیموکراتیک حزب) تر خپلو لفظي حملو لاندې راولي او د امریکایي ملت په سترګو کښې یې اعتبار او اعتماد ته زیان ورسوي او په راتلونکو ټاکنو کښې ونشي کولای ددوی په مقابل کښې د یوه قوي حریف او سیال په توګه راڅرګند شي. جمهوري غوښتونکي همېشه په هر ملک کښې امریکایي ګټې د زور او جبر له لارې تحمیلوي او خوندي کوي او پدې برخه کښې د تجربې څښتنان هم دي. جمهوري غوښتونکي په افغانستان کښې د جنګ او عسکرو د تداوم او ډیروالي غوښتونکي دي، هغوی وایي چې امریکا باید دلته نظامي حضور ولري او د طالبانو د ورځ تر بلې ډیریدونکي قوت او زور مخه ونیسي. د امریکا ملت هم نور نه غواړي چې ددوی د مالیې پیسې دې په یوه داسې جنګ کښې مصرفې شي چې هغه دوی ته بې له تاوانه بله کومه ګټه نلري. د امریکا ولسي جرګه او د مشرانو جرګه اوس په ډیر لږ توپیر سره دا ښیي چې امریکایي پوځیان باید له افغانستان څخه ووځي خو دا هم د امریکا د خارجي پالیسۍ کړنلاره نده او د امریکا مرکزي حکومت چې له دیموکراتانو سره دی، په بشپړه توګه نه غواړي چې له افغانستان څخه ووځي.

اوباما په ۲۰۱۱ کال د جون په میاشت کښې دا په ډاګه کړه چې امریکایي عسکر به له افغانستان څخه وتل پیل کړي چې ۱۰۰۰۰ لس زره به یې د ۲۰۱۱ کال په اخر کښې او ۲۳،۰۰۰ درویشت زره به د ۲۰۱۲ کال په دوبي کښې افغانستان پریږدي. هغه وویل: زموږ د عسکرو وتل به له افغانستان څخه په چټک ډول وي او ددوی پر ځای به افغان امنیتي قواوې ځای پر ځای کیږي. زموږ ماموریت به د (جنګ) پر ځای (ملاتړ) خوا ته واوړي. د ۲۰۱۴ کال تر اخره به دا پروسه به پشپړه شي او افغانان به د خپل امنیت د ساتلو دنده پر غاړه ولري.
دلته اوباما څرګنده کړه چې ددوی شتون په مکمل ډول په افغانستان کښې نه ختمیږي بلکه ددوی ماموریت به له جنګ څخه ملاتړ ته تغیر وکړي. د اوباما له دې څرګندونو وروسته د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسؤول (جې کارني) دا خبره تایید کړه چې، ولسمشر اوباما هېڅ کله داسې ندي ویلي چې د ۲۰۱۴ کال په اخر کښې به ټول امریکایي عساکر له افغانستانه وځي.

امریکایي چارواکي د خپل ملت په سترګو کې خاورې شیندي او لدې لارې غواړي هغوی ته داسې تصویر ورکړي چې موږ ستاسو رایه او ستاسو نظر ته احترام لرو او موږ ستاسو غوښتنې پر ځای کړي دي خو حقیقت کښې چې څه دي هغه د امریکا پټ جنګ دی چې دلته یې د ستراتیژیکو موخو د تأمین په بنیاد پر مخ وړي. کابو تر-۹۰ ۸۰ ٪ سلنې پورې امریکایي وګړي د افغانستان د روان جنګ د ختمېدو غوښتونکي دي. په ۲۰۰۹ کال کښې (جیم مکګورن) یوه طرحه وړاندې کړه چې د هغې له مخې د دفاع وزیر باید له افغانستان څخه د امریکایي عساکرو د وتلو ستراتیژي طرح او وړاندې کړي، دغه طرح د ۲۷۸ رایو له جملې څخه د ۱۳۸ رایو په ګټلو پاتې راغله. نوموړي وکیل د ۲۰۱۰ په جولای کښې همغه شان طرح یو ځل بیا وړاندې کړه او دا ځل د ۲۶۰ رایو له جملې د ۱۶۲ رایو په ترلاسه کولو پاتې راغله. او د ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتې د رایو پر بنیاد چې یوازې د ۱۱ رایو په تفاوت سره نوموړې طرح پاتې راغله ددې ښکارندویي کوي چې نور د امریکا خلک دغه جنګ نه غواړي او دوی یې پوزې ته رسولي دي.  

دوی دا جنګ په یوه او بله بهانه تمثیلوي او غواړي چې د خپلو عملاؤ او نمایشي سروې ګانو له لارې هم نړیواله ټولنه او هم خپل خلک په کوچه حسن چپ رهي کړي، او دا ددوی لپاره او ددوی د عزت او نوم د ساتلو ښه وسیله ده چې ددوی پروفایل په نړیواله توګه مات نشي او د نړیوالو په سترګو کښې ددوی حیثیت او اعتبار له صفر سره ضرب نشي.

کالم: امت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x