ادبي لیکني

له شاعر ارزښت سره ادبي مرکه

بې، له حرکته پرمختگ نه وﻱ
ډنډ چې شي اوبه نورې مردارې شي

ارزښت وايي شعر د پاک زړه خبرې دي؛ نو زړه هله پاکېدلی شي چې خپل رب ته نېژدي وي. دلته مو له تاسو سره غږولی

مرکه کوونکی: زاهد کريمزی

کریمزی: ارزښت صيب که پيل کې را ته د ځان په اړه لنډ ووايي، زوکړه، زده کړې، دنده؟

ارزښت: په ۱۳۶۱ل کال کې زېږېدلی يم، په ۱۳۸۹ل کال د ننګرهار پوهنتون کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې فارغ شوی یم.

رسمي دنده مې د  کندوز   ولایت اقتاش ولسوالۍ اجرايه مدير يم او په کندوز کې د پسرلي ټولنې د مشر په حيث د نوموړې ټولنې د بنسټ ايښودونکو له خوا وټاکل شوم.

کريمزی:ارزښت ښايسته تخلص دی، دا خو تاسو پخپله پرځان ايښی، که پرځان د نوم ايښودلو چانس مو لرلی؛ نو پرځان به مو کوم نوم ايښوده؟

ارزښت: تخلص مې د پوهنتون په دوره کې لیکوال، شاعر او نېژدې ملګري حيات وړ  ايښی دی. د خپل نوم ايښودنۍ څخه راضي يم او پرځای نوم دی.

کريمزی: شعر فطري لورينه  ده که کسبي ده او رياضت پکې څومره اړين دی؟

ارزښت: شعرلیکل  د خدای لورينه ده چې په خپلو خاصو بندګانو یې لوروي. زما په اند يوه اندازه به پکې کسبي برخه هم وي، هغه ځکه که مفهوم الهام وي؛ نو استعمال او جوړونه يې کسبي ده چې مطالعه او چوکاټ ته برابرول يې زه کسبي ګڼم.

شعر د پاک زړه خبرې دي؛ نو زړه هله پاکېدلی شي چې خپل رب ته نېژدي وي او هغه شعر چې په سپين زړه ليکل شوی وي، نو تاثير پر زړونو زيات وي، رياضت د شعر لويه برخه جوړوي.

کريمزی: ستا په اند شعر يعنې څه او شاعر يعنې څوک؟

ارزښت:  شعر د پاکو زړونو له عواطفو او احساساتو څخه هغه ډکه دونيا ده چې اصلي سرچينه یې طبيعت او ټولنه ده؛ نو ځکه خپل تاثير په نورو زړونو اچوي.

شاعر د طبيعت او ټولنې يو ترجمان دی چې طبيعې ښکلاوې ، پېښې او ارزښتونه  ټولنې ته په آهنګينه او رنګينه ژبه بيانوي.

کريمزی: د ښه شعر له پاره څه معيار ګڼئ؟

ارزښت: مخکې مې هم وويل شاعر د طبيعت او ټولنې ترجمان وي؛ نو ترجمان هڅه کوي چې په هغه څه چې څوک نه پوهيږي يا ورسره اشنا نه وي خلکو ته يې د پوهولو لاره هواره کړې.

کريمزی: ملګري وايي چې ارزښت نوی شعر ليکي، لفظونو کارونه يې په نوي انداز وي، نوي ماناوې را زېږوي، خپله يې لامل څه ګڼې؟

ارزښت: هرڅوک چې يوڅه ايجادوي، يا يې جوړوي؛نو هڅه کوي داسې يو هنر پکې وکاروي چې خلکو ته نوی وي او خلک ځانته را وبولي. او په شعر  کې هغه څه ويل چې تر اوسه چا ورته څه نه وي ويلې او که ويلې يې هم وي له بلې زاويي یې ورته کتلې وي، چې د چا ورته پام شوی نه وي. دا ټول په طبيعت کې ژور فکر کولو پورې اړه لري او زه يې همدا په طبيعت کې ژور فکر او مطالعه لامل ګڼم.

کريمزی: د خپل شعري ذوق پالنې له پاره شعر ليکئ که د ټولنې لپاره؟

ارزښت: شاعرپه خپل ذول د ټولنې لپاره شاعرې کوي. زه هم د خپلې ژبې او ولس لپاره شاعرې کوم.

کريمزی: داسې بيتونه دې ویلي چې تل دې په ياد وي؟

ارزښت: اول خو رېښتيا درته ووايم د پوهنتون له دورې نه را پديخوا کوم بيت چې د هرچا وي، خوښ مې شي په فکر سره يې وګورم، نور دومره وخت نه ورکوم.

کريمزی:  په شاعرۍ کې له غزلستوري استاد محمد صديق پسرلي متاثره ښکارې، د استاد شاعرې دې لوستې او که تصادف دی؟

ارزښت: د ارواښاد پسرلي صيب شاعري مې دومره نه ده لوستې لکه د حميد مومند، خوشال خان، رحمان بابا او حمزه بابا چې مې لوستې؛ خو د پسرلي صيب شاعرۍ نه ډېر خوند اخلم.

ارزښت: د چا شاعري دې خوښيږي او ولې؟

ار زښت: د خوشال بابا، حميد مومند، کاظم شيدا او حمزه شاعرې مې خوښيږي.

جنگ،چې شي؛نوچغې او کوکارې شي
سمه زندگي، د سړﻱ خاورې شي

ورک،چې انسانیت له یو محله شي
جوړې یې حماقت،ته سمې لارې شي

بې، له حرکته پرمختگ نه وﻱ
ډنډ چې شي اوبه نورې مردارې شي

سپین وېښته مې ږیره کې زړښت نه دی
هیله له غرو هله شي،چې واورې شي

ارزښت

کله رسيدلې خام فکرونه تر منزله

دنګۍ ودانۍ خو له پخو خښتو جوړيږي

ارزښت

دلته یو څو تنو په خپل منځ کې سلا کړې ده

په هر بازار کې يې زموږ  د سر سودا کړې ده

لا چرې ورک نه ي په منځ کې مو ګرځيږي

ځينې لا اوس ملا تړي ځينو لا پخوا کړې ده

دا چې په سپين لباس کې ګرځې او ځان سپين ګڼې نن

زموږ له کلې نه همدغه سړي غلا کړې ده

لا چې ژوندي يو د هېواد د سوداګرو منځ کې

ضرور زموږ لپاره کومې بورې دوعا کړې ده

ا رزښت

 

سرټيټی مې تسليمۍ په معنا نه دی

د ښکاري غوندي هدف ته سينه خم ځم

لا خو ستونزې مې په مخکې سر په سر دي

د ملګرو نه چې لرې په خپل چم ځم

دا دډېرو سره شناخت راته اوس عيب دی

له ناچاره  يې قدم سره قدم ځم

کج رفتار مې زمانې سره اوس ښايي

خو د مار غوندې په خپله خونه سم ځم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x