افغانستان

په کابل کې چاودني پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۳۰، ۱۳۹۵ل): تېره شپه د کابل ښار د دریمي حوزې اړوند د «دهبوري» په سیمه کې د مقناطیسي بم له امله لږ تر لږه دوه پولیس افسران ټپيان شوي دي.

د سیمي اوسیدونکو او عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې پيښه د شپې پر اته بجې را منځته شوه.

چاودنه د پولیسو پوستې ته نیژدې شوې ده، چې له امله یې د پولیسو دوه تنه افسران ټپيان شوي دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې هیڅ تلفات نشته خو د سیمي خلکو د دوه تنه پولیسو افسرانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

بل خوا طالبانو د پيښي پړه په غاړه اخیستې او پر خپل وېب پاڼه « الاماره »  يې ویلي چې د «دهبوري» چاودنه په ځانګړي تکتیک تر سره شوې چې له امله یې ګڼ شمېر لوړ رتبه افسرانو او پولیسو ته مرګ ژوبله رسېدلې.

په خبر کې د مړو او ټپیانو کره شمېره نه ده په ګوته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x