اوباما د وروستي ځل لپاره اشرف غني او عبدالله ته تلیفون کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۳۰، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر باراک اوباما چې نن یې د ولسمشرۍ وروستی ورځ ده، د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره تلیفوني خبري کړي دي او له همکاریو یې مننه کړې ده.

سبا د جنوري پر شلمه په امریکا کې باراک اوباما د وروستیو انتخاباتو ګټونکي ډونلډ ټرمپ ته په رسمي ډول ولسمشري سپاري.

د سپيني ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر باراک اوباما تېره شپه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره تلیفوني خبري وکړي او د دواړو هیوادونو تر منځ یې له دوامداره همکاریو مننه کړې ده.

نوموړي همداراز له دواړو مشرانو غوښتي چې خپلو کې اختلافات سره ختم کړي او د جان کیري له لوري چې د کوم اتفاق له مخې ګډحکومت را منځته شوی هغه ته دي احترام وشي او د شراکت دغه حکومت ته دي ادامه ورکړي.

د سپيني ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړه مشران باید خپل مشترکي هڅي په کار واچوي تر څو د ګډحکومت په سایه کې ملي اتحاد او یووالی زیات شي او په ترڅ کې سولي او سوکالي ته لاره هواره شي.

نوموړي پر دواړو مشرانو ټینګار کړی چې خپل هغه وعدې دي عملي کړي چې له خلکو سره یې د فساد د له منځه وړلو او قانون عملي کولو په خاطر کړي دي.

باید وویل شي چې د ګډحکومت د تشکېل دوه نیم کاله وروسته اوس هم د افغانستان حکومت د نړۍ په سطحه مفسدترین حکومت بلل کیږي او همداسي د وروستیو راپورونو سره سم د اساسي قانون هیڅ یوه داسي ماده نه ده پاته شوې چې د هغې پر خلاف دي عمل نه وي شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د