نظــر

دیني مقدسات او د ترهګرۍ ضد جګړه

د تیرې یکشنبې په ورځ د امریکایانو په مشرۍ بهرنیو ځواکونو یو ځل بیا د مسلمانانو د دوه مقدسو دیني شعائرو په داسې حال کې توهین او سپکاوی وکړ چې د افغان سرتیرو همکاري ورسره مله وه. ویل کیږي چې امریکایان د سید آباد ولسوالۍ شنیځ سیمې ته د عملیاتو لپاره تللي او هلته یو مسجد ته ننوتلي، د قرآن کریم پاڼې ئې تارې مارې غورځولي، سیپارې ئې هاخوا دیخوا شیندلي، او د مسجد محراب ته ئې هم زیان اړولی.

دا پیښه په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چې دولتي چارواکي د کرزي د مطبوعاتي سلاکار (محمد هاشم عصمت الهي) د هغه اعتراف په رد اخته دي چې څو ورځې مخکې ئې ویلي وه چې امریکا په افغانستان کې دین خپل هدف ګرځولی او غواړي د خلکو عقائد په نخښه کړي.

د عصمت الهي څرګندونې پر حقائقو او واقعیتونو بناء دي، دا لومړی ځل نه دی چې امریکايان د قرآن کریم توهین کوي، په تیره څه باندې یوه لسیزه کې په ځلونو قرآن کریم سوځیدلی، په ګندګیو کې غورځول شوی، پاڼې پاڼې څیرې شوی، او آن تشې بولې پرې شوي.

په مسلسل ډول د مسلمانانو د سپیڅلي کتاب توهین دا په ډاګه کوي چې داسې اعمال تصادفي نه رامینځ ته کیږي بلکي د قصدي او عمدي ارادې پر مټ ترسره کیږي، په دې اعمالو سره دا خبره ښه روښانه کیږي چې په افغانستان کې د امریکایانو پیل کړې جګړه د تروریزم او ترهګرۍ پرخلاف نه، بلکي د اسلام او مسلمانانو پرضد جګړه ده. که بهرني ځواکونه رښتیا د هیواد د آبادۍ او بیارغونې لپاره راغلي وي او دلته دیني يا عقیدوي ناپاکې موخې او اهداف ونه لري، نو له دیني مقدساتو او الهي شعائرو سره څه کار لري او ولې ئې په مکرر ډول په توهین او بې حرمتۍ لاس پورې کوي؟! خو خبره دا ده چې دا جګړه لکه څنګه چې بوش په اوله ورځ ویلي وه صلیبي جګړه ده، او په صلیبي جګړو کې تر هر څه مخکې دیني مقدسات په نخښه کیږي.

دا به لویه سهوه وي چې څوک فکر وکړي دا ډول اعمال په تصادفي ډول د امریکايي عسکرو څخه صادریږي. حقیقت دا دی چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د هر اخلاقي جنایت او عقیدوي تجاوز تر شا یو منظم پلان پروت دی او ددې پلان یو هدف دا دی چې افغانان پرینږدي د یوې لحظې لپاره نه په فزیکي او نه هم په رواني او نفسي لحاظ د ډاډ او سکون احساس وکړي.

هو، څرنګه چې دا د تروریزم پرضد جګړه ده نو په دې جګړه کې د تروریستانو د نفسیاتي شکنجې لپاره د دیني مقدساتو توهین جایز دی، د تروریستانو د جسدي تصفیې لپاره کیمیاوي وسلې چې د نړۍ په ټولو جګړییزو قوانینو کې منع دي، د تروریستانو په حق کې ئې استعمال روا دی،د تروریزم پرضد جګړه له هر اخلاقي، حقوقي او قانوني مهار څخه آزاده ده، په دې جګړه کې یو انسان بې له محاکمې تر نامعلوم وخت پورې په زندان کې ساتل کیدی شي، په دې جګړه کې د شهیدانو جسدونه بې عزته کیدی شي، په دې جګړه کې په نیمه شپه یو مسلمان د خوب له کوټې راایستل کیدی، توره کڅوړه ورپه سر کیدی او د ښځو او ماشومانو د چیغو او ژړاګانو په شور کې له کوره ایستل کیدی شي، د تروریزم ضد جګړه کې د الله د کور حرمت نه پاتې کیږي، او د الله د کتاب تقدس تر پښو لاندې کیږي، د تروریزم ضد جګړه کې هر ډول جرائم ممکن دي، په دې جګړه کې د هر قسم جنایتونو پر وړاندې مخه خلاصه ده. دا جګړه اخلاقي او دیني پولې او حدود نه پیژني، په دې جګړه کې رحم او زړه سوی نه شته، ځکه چې په دې جګړه کې د سرتیرو ګډون هغوی ته د هر ډول جنایتونو څخه برائت ورکوي.

د عفوې نړیوال سازمان په ۲۰۰۵ کال په خپل یو راپور کې په څرګندو ټکو ویلي چې (په اصطلاح د تروریزم پرضد د امریکا د پیل کړې جګړې په ترڅ کې انساني کرامت تر پښو لاندې شوی). هو، د هیوادونو په تاریخ کې امریکايي سرتیري هغه وحشي صفته انسانان پیژندل شوي چې تل ئې د انسانیت، انساني کرامت، دین او د دیني شعائرو د احترام پولې نړولي دي. د مسلمانانو په خاوره د مسلمانانو کتاب په خاورو او خځلو کې رغړوي، د مسلمانانو په خاوره د مسلمانانو په جسدونو بولې کوي، او د مسلمانانو په خاوره د مسلمانانو سرونه له تنو بیلوي.

په دې کې هیڅ شک نه شته چې افغانان د دیني شعائرو احترام نه یوازې یو دیني مسئولیت بولي، د خپل افغاني کلتور او هویت یو نه جلا کیدونکی جزء ئې هم ګڼي، د قرآن کریم محبت د افغانانو په وینه او رګو کې ګرځي، د دیني مقدساتو درناوی د افغانانو په خټه کې اغږل شوی خصلت دی خو هغه څوک ډیر د تاسف وړ دی چې د همدغو امریکایانو موجودیت نه یوازې له دیني او ملي عنعناتو سره په ټکر کې نه بولي د هیواد او ولس په ګټه ئې بولي، امریکایان چې د قرآن کریم پاڼې او ایتونه د مسجد په تاخچه کې نه شي زغملی ایاد قرآني ارشاداتو تطبیق او په عملي ژوندانه کې به ئې د احکامو پلي کیدل وزغمي؟

مونږ په دې باور لرو چې د قرآن کریم ساتنه او حفاظت به الله جل جلاله کوي، خو هغه څوک چې په هیواد کې د امریکايي جنایتونو له بار بار لیدو وروسته بیا هم په هیواد کې د هغوی دایمي شتون غواړي، په دې باید پوه شي چې دوی پرته له دې چې د الله جل جلاله او بیا د ملت په وړاندې د خپل مسئولیت پیټی دروند وګرځوي، او د تاریخ په محاکمه کې د ځان په خلاف حجت قوي کړي، نور هیڅ ګټه نه شي ترلاسه کولی .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x