افغانستان

کندهار: د طالبانو په شپني برید کې ۶ پولیس وژل شوي دوه ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۳۰، ۱۳۹۵ل): طالبانو تېره شپه ناوخته دکندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د شلغمي سیمي پر یوې پوستې برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۶ تنه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته د پیښې پخلی کړی او ویلي چې وسلوالو د لیري ویشتونکو وسلو او لیزر په واسطه توانېدلي چې د پوستې دوه تنه پولیس مړه او ۳ نور ټپیان کړه.
نوموړی ويلي چې د پولیسو په جوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله رسېدلې خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

بلخوا د کندهار یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د طالبانو په شپنیزو عملیاتو کې ۶ تنه پولیس مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې د کندهار امنیتي سرچینې همداراز وايي چې تېره ورځ په کندهار هوايي ډګر کې یوه افغان عسکر پر بهرنیو عسکرو د ډزو هڅه وکړه چې د بل بهرني عسکر له لوري وویشتل شو.
دغه سرچینو ویلي چې په ډزو کې ټپي شوی عسکر تر تداوي لاندي دی، وروسته تر تحقیقاتو به معلومه شي چې هغه ولي داسي وکړل.

په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پېښه تایید کړې او ویلي چې د پيښې په ترڅ کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

یوه امنیتي کارپوه نن ټکی اسیا ته وویل چې کیدای شي بهرنیو ځواکونو پر افغاني عسکر له خپلي وارخطائي ډزي کړي وي او اوس داسي رنګ ورکوي چې ګواکي هغه غوښتل پر دوی ډزي وکړي.

نوموړي وویل چې د بهرنیو ځواکونو له لوري د افغان عسکرو څخه وېره زیاته شوې خصوصا له هغه وروسته چې په بګرام هوايي ډګر کې دننه د طالبانو یو نفوذي عسکر وتوانېد چې په لسګونو امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x