ورزش

کرکیټ: په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په اوه وکټونو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۳۰، ۱۳۹۵ل): نن د پنجشنبې به ورځ د اسټرالیا په «پرت» نامه میدان کې د پاکستان او اسټرالیا تر منځ دریمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه ترسره شوه چې په اوه وکټونو د پاکستان په شکست پای ته ورسېده.

د لوبې په پیل کې د اسټرالیا کپتان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوني پریکړه وکړه.

د پاکستان د لوبډلي کپتاني محمد حفیظ کوله چې په توپ وهنه یې پیل وکړ، خو په ۴ منډو جوړولو سره «ال بي ډبلیو» اوټ شو.

دوهم اوپنر شرجیل خان او بابراعظم تر ۸۵ سکور کارډ وغځوی، خو بیا شرجیل هم د ۵۰ منډو په پوره کېدو سره وسوځېد، وروسته اسد شفیق هم پر ۵ منډو وسوځېد.

بابر اعظم ۸۴ منډي جوړي کړې، عمر اکمل او شعیب ملک ۳۹ او ۳۹ منډي جوړې کړې.

بابر اعظم – یو له هغه لوبغاړو څخه دی چې په ۳ پرلپسې لوبو کې سلیزه پوره کړې

باید وویل شي چې بابر اعظم لومړی لوبغاړی سو چې د پاکستان په تاریخ کې خپل لومړنۍ ۱۰۰۰ منډي یې په ۲۱ لوبو کې پوره کړې، نوموړی د نړۍ په سطحه د هغو لوبغاړو په صف کې شامل شو چې په همدومره لوبو کې زر منډي پوره کړي.

پاکستان په خپل وار ټولي ۲۶۳ منډي جوړي کړي چې اسټرالیا په ډېره اساني سره په ۴۵ اور کې دغه منډي پوره کړې او یوازي ۳ لوبغاړي يې سوځېدلې وه.

د اسټرالیا کپتان «سمیت» ۱۰۸ منډي جوړي کړې او تر پایه ونه سوځېد، همداسي «هېنډس کمب» ۸۲ منډي، وارنر ۳۵ او ټراویس هېډ ۲۳ منډي ناټ اوټ جوړي کړې.

د لوبي غوره لوبغاړی کپتان «سمیت» ونومول شو.

باید وویل شي چې دواړه لوبډلي د یوه ورځنیو لوبو ټولي ۵ لوبي کوي چې تر اوسه یې درې تر سره شوي، چې د نن په ګډون اسټرالیا دوه ګټلې او پاکستان یوه لوبه ګټلې ده.

راتلونکې لوبه به د جنوري میاشتي پر ۲۲ نېټه په پلازمینه سیډني کې تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x