افغانستان

لوګر: د والي ساتونکو د سعودي څخه را ګرځېدلی مسافر او یو ماشوم وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۳۰، ۱۳۹۵ل): د لوګر والي عبدالحلیم فدايي امنیتي ساتونکو د سعودي څخه تازه ور ګرځېدلی یو مسافر او یو ماشوم وژلی دی او یوه مېرمن یې ټپي کړې ده.

دلوګر ولایت اوسیدونکو نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبر کې ویلي چې د حلیم فدايي ساتونکو په هدایت او امر باندې تېره ورځ امنیتي ځواکونو د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې پر دولتي ځمکو د جوړ شویو کورونو په ویجاړولو لاس پوري کړ چې له امله یې له ولسي وګړو سره شخړه را منځته شوه، چې په ترڅ کې د سعودي څخه ورګرځېدلی یو تن مسافر «ولي جان» او یو بل ماشوم ووژل شو او یوه مېرمن ټپي شوې ده.

ویل کیږي چې «ولي جان» دوه ورځي تر مخه د سعودي له مسافرۍ څخه کور ته را غلی وو، تېره ورځ سهار د حکومتي ځمکو د تخلیې لپاره دولتي ځواکونه سیمي ته ورغلي او لومړی یې د ولي جان د کور چاردیوالي نړولې او بیا په سیمه کې د خلکو د احتجاج له امله پولیسو پر خلکو ډزي کړي دي چې له امله یاده مرګ ژوبه اوښتې ده.

د لوګر والي ویاند سلیم صالح د پيښې پخلی کړی او ویلي چې دولتي ځواکونو سره د محکمې پریکړه وه چې دا کورونه به خالي کیږي او دولتي ځمکه به را ګرځول کیږي چې له همدې وجي تېره ورځ دولتي ځواکونه سیمي ته ورغلي وه تر څو هلته شته کورونه ویجاړ کړي.

نوموړي ویلي چې د سیمي خلکو پر امنیتي ځواکونو ډزي وکړې چې په جوابي ډزو کې یاده مرګ ژوبله واوښته.
خو نوموړي دا نه دي ویلي چې په پولیسو کې هم څوک ټپي شوي او کنه.

د سیمي اوسیدونکو د ولایت خبره رد کړې او ویلي چې دوی له تیرو پنځلسو کلونو راهیسي په دغه سیمه کې پراته دي، عرفي اسناد لري، دا به ډېره ستونزمنه وي چې اوس حکومت راځی او مونږ له خپلو کورونو شړي او کورونه راته ویجاړه وي.

ټاکل شوې وه چې د سیمي اوسیدونکې به نن سهار د ولایت مقام ته نیژدې لاریون کوي او د خپل حق غوښتنه به کوي. خو تر اوسه یې په اړه نن ټکی اسیا ته خبر نه دی رسېدلی.

بل خوا د محمد اغې ولسوالۍ ولسوال محمد نصیر امین ویلي چې دغه ستونزه به د قومي مشرانو سره په یوه غونډه کې د جرګې له لاري حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x