نړۍ

پولنډي پولیسو ۳ افغان کډوال نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۳۰، ۱۳۹۵ل): د پولنډ پوليسو رسنيو ته ويلي چې د دغه هيواد پر جنوبي پوله يې درې تنه افغان کډوال نيولي چې په غير قانوني توګه هيواد ته داخليدل.

پوليس وايي درې تنه افغانان چې په پښتو ژبه خبرې کوي، دوی يو پولنډي موټروان په خپل ټرک کې پټ کړي وو.
د نيول شويو افغان کډوالو عمرونه ۱۰، ۱۵ او ۱۷ کاله ښودل شوي دي.

په زاکوپانا سيمه کې د جنوبي پوله ساتو عسکرو ويانده «دروتا کاجوکا» وايي چې دغه کسان تېره ورځ ونيول شول، دوی غوښتل چې جرمني يا بيلجيم ته لاړ شي.

کاجوکا وايي دغه افغانان د سې شنبې په ورځ يو پولنډي موټروان په خپل ټرک موټر کې پټ کړي و او کله چې موټر د تيلو اچولو لپاره ودريد نو پوليسو ونيو، دې زياته کړې چې درې واړه د سړې هوا له امله مريضان شوي.

د سيمه ييزو پوله ساتو مشر وايي نیول شوي مهاجر يې په نژدې شفاخانه کې تدواي کړي، ډوډۍ يې ورکړې او د شپې لپاره يې خوندي ځای ته وړي دي.

پولنډي پوليسو پرېکړه کړې چې درې واړه کشران ناقانونه کډوال به خپل هيواد افغانستان ته وسپاري.

باید وویل شي چې په یونان کې په زرګونو افغان او سوریايي کډوال بند پاته دي چې اکثره یې په ډیر غیر مناسب کمپونو کې ساتل کیږي.

ویل کیږي چې د یونان او بلقان تر منځ د پولي بندېدو وروسته او همداسي د اروپايي ټولني او ترکیې تر منځ د مهاجرینو په اړه د موافقنامې وروسته اوس په یونان کې شاوخوا ۶۲ زره کډوال بند پاته دي چې نه مخته تلای شي او نه هم په یونان کې ورته په عزت د ژوند کولو فرصتونه شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x