شعـــــرونه

غزل/ ذوالقرنين پاچا

ذوالقرنين پاچا
چا بلنليک راوليژو ما د ځان يار جوړوي
زما د زړه پر نړيدلي کلي شار جوړوي

چا ويل چې نسته په کوږک کې مزدوري او روزګار
په ورځ کې شل تابوته دغه يو نجار جوړوي

ښايي هغه هم زما په شاني ده بې ياره ګرځي
په تلو کې وګوري تر شا مينې ته لار جوړوي

دلته خو ډير سرونه بند د غلامۍ په ځنځير
ګوره چې دا سړی به چا لره دستار جوړوي

پښتون جانان دې بس کوترې او مرغان ساتي
نوره دنيا دې د سپوژمۍ پر مخ بازار جوړوي

يو لاس پر زړه بل لاس پر سترګو ذوالقرنين ونيسم
شکلى چې خاندي په سينه کې مې پرهار جوړوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x