شعـــــرونه

غزل/ ملا محمد مطمئن

ملا محمد مطمئن
چينارونه په لړزان شي چې بادونه یې میلمه شي
څوک دې مینې لړۍ پیل کړي بس غمونه يې میلمه شي

څوک ده تورو غرونو باز وي ده تقدیر پریکړه پرې وشي
ده یوسف غوندې اسیر شي زندانونه یې میلمه شي

څوک قارون غوندې مالدار شي خدای رحمت وي ترینه لرې
کته ځمکه باندې خښ شي عذابونه یې میلمه شي

ده غرور څادر کې نغښتی تکبر څپو اخستی
بس ده ځمکې تل ته پریوزي کفنونه یې نصیب شي

زمونږ چم کې دا اصول دي چې ګل نوې غوټۍ وکړي
یو ناڅاپه بې اختیاره خزانونه یې میلمه شي

ده هغه اشنا له لاسه چې ده زړه ښار مې پرې ښاد وه
ما شوګیر کړي بې آرامه چې یادونه یې میلمه شي

لپې پورته کړئ ملګرو مطمئن ته دعا وکړئ؟
چې کامیاب په دوجهان شي جنتونه یې میلمه شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x