asad danish aw ismat qani

زه او عصمت قانع

درنو لوستونکيو! 

د ښاغلي ملګري عصمت قانع ليکل مې ولوستل، خوند يې راکړ، خو په يو څو ځايونو کې تېر وتى دى، غواړم اصلاح يې وکړم.

لومړى به له دې پيل کړم، چې زه له کومه راروان يم او کوم لور ته ځم؟
درنو لوستونکيو!
زه هم د لکونو افغانانو په څېر د انقلاب تودې څپېړې وهلى يم او له نن څخه نږدې دېرش_ پېنځه دېرش کاله پخوا په يو لوري روان شوم، اخر مې د پېښور په ګرم بازار سر ولګېد.

پلار مې د اخوانېزم په تور د څرخي پله په زندان کې لس کلن مېلمه شو، زه چې کله پېښور ته راغلم، نو د يو خپلوان په کور مې تر دوه درې شپو وروسته د يو تنظيم د مشر دروازه وټکوله. څو ورځې بيا بل ته ولاړم، چې دا خو هم زما پلار پېژني، کېداى شي څه مرسته راوکړي. زما تعليم په نيمه کې پاتې دى، ژوند مې سم نه دى.

خو معلومه شوه، چې په دې تنظيمونو کې هغه خبره ده، چې:

“جوړ يې زموږ يې، زخمي شوې خداى دې روغ کړه، که مړ شوې خداى دې وبخښه.”

نو راووتم ترې، توبه مې وکړه او تر لږ ځنډ و فکر وروسته مې ځان سره وويل، چې ولې خپل همت بایلم؟ ولې د چا دروازې ته ودرېږم؟ ولې ځان هسې خوار او ذليل کړم؟ دا خو ښار دى، دلته ډېر کارونه شته، ډېر خلک روزګار کوي. ما هم له يو ډېرې خشره کارۍ نه (د ميوې له مارکېټ نه) خپل ژوند پيل کړ. تر يو څه وخت وروسته مې چې کله دوه زره او اته سوه کلدارې پيدا کړې، نو په ١٣٦٦م کال کې مې د پېښور په جنګي محله کې يو کوچنى کتابتون جوړ کړ.

ډېرې ورځې مې پکې بېکارې او خوارې تېرې کړې، خو خوند مې ترې اخيسته او هوډ مې کړى و، چې زه به په دې کې ځان يوځاى ته رسوم، نو د خداى کارونه ول، چې کيسه سمه روانه شوه.

خبره به لنډه لنډه کوم، چې د اوږدو خبرو توان په دې مصروف او بوخت وخت کې له چا سره نشته. کتابونه مې چاپ کړل، ترڅو کلونو وروسته د ځينو ملګرو او مشرانو ليکوالو په همکارۍ او رهنمايۍ کتابتون (په دانش خپرندويه ټولنه) بدل شو، د (الفت) او (کاوون) په نوم مې مجلې پيل کړې. الفت ٤٦ ګڼې او کاوون ٩٦ ګڼې چاپ شوه او لا روانه ده.

ما به چې کله هر کتاب چاپ کړ، نو سل يا پنځوس ټوکه به مې يو طرف ته اېښودل، بالاخره مې دا کتابونه د خپل ګران هېواد ګوډ ګوډ ته رسول او تر اوسه پورې مې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې په مکتبونو او عامه ځايونو کې څلور شپېته عامه کتابتونونه جوړ کړي، ترڅو عام وګړي او زده کوونکي ترې ګټه واخلي. تر سلو زياتو کتابتونونو سره مې مرسته کړې ده.

لنډه دا چې د يو دوه اتيا زره ډالرو په شاوخوا کې مې په دې لسو کلونو کې خپلو هېوادوالو او ځوانانو ته کتابونه ډالۍ کړي دي، ګڼ سيمينارونه مې جوړ کړي دي او ګڼو سيمينارونو ته مې پښتانه ليکوال و شاعران له بر نه لر او له لر نه بر بيولي دي. ددې کارونو د تفصيل لپاره تاسې سايټونه کتلاى شې.

د خوښۍ ځاى دى، چې په ٢٠١٠ م کال کې مې د همدې کار په اعتراف کې د نيويارک له يوه غير سرکاري خيريه مرکز اشوکا (Ashoka) څخه يوه نړېواله جايزه تر لاسه کړه. په دې جایزه کې د ٤٠ زرو ډالرو يوه نقدي مرسته هم وه، هغه مې هم په خپلو بچو او کور مصرف نه کړې، بلکې په دې پيسو مې په لغمان کې په يوه اداري ساحه کې يو کمپلېکس جوړ کړ (البته بايد ووايم، چې ځينو ملګرو راسره په دې برخه کې مرسته کړې، چې هغه جلا بحث دى). په دې کمپلېکس کې به يو عامه کتابتون، يوه راډيو، د سيمينارونو، غونډو او د فرهنګيانو د ناستې پاستې ځاى وي، چې ودانيز کارونه يې نژدې بشپړ شوي دي او ان شاء الله په دې نژدې وخت کې به يې افتتاح وشي.

اوس اصلي خبرې ته راځم، خو بيا هم لږ تم کېږم، زما يو مشر دى استاد مې دى، هغه به موږ ته په ګڼو موضوعاتو خبرې کولې، لکچرونه به يې راکول، د همدې لکچرونو په لړۍ کې يې د اخلاقو په اړه هم يو اوږد لکچر راکړ، چې دوه درې ورځې همدا يوه موضوع روانه وه. ماته به يې ويل، چې څه دې زده کړل، زه دې امتحانوم. ما ورته ويل: په دې ټولو کې مې يوه خبره زده کړه، چې تاسې ويل “که څه هم شپه وي او په يوه سړک کې ډېر اغزي يا بل داسې شى وي، چې عام ولس ته زيان رسوي، تاسې يې لرې کړئ او څوک مو ونه ګوري، نو دا اخلاق دي که چا وليدئ دا مو وظيفه شوه.”

نو زه له ډېرې بخښنې سره نن اخلاق تر پښو لاندې کوم او تاسې ته يوه کيسه کوم: ښاغلي عصمت قانع په يوه مضمون کې د خپلې پرې د يوه ملګري په دفاع کې پر ما يوه ليکنه کړې ده. د ليکنې په يوه برخه کې وايي:
” دانش صاحب ګناه نه لري، پښتو ته يې دومره خدمت کړى دى، چې د چا پلار يې نه شي ورته کولاى. حال داچې دانش صاحب نه د خدمت په غم کې دى او نه د بل څه غم اخيستى دى، يواځې تجارت کوي.”

که څه هم ښاغلى عصمت قانع ډېرى وخت له مغزو معزوره وي، خو ددې خبرې په ځواب کې يې دومره وايم، چې:
ښاغلى قانع! زه تجار يم، له دې انکار نه کوم، زه هماغه تجار يم چې له تا سره به يوه روپۍ نه وه، ما به تجارت کاوه، خو تاته به مې د ډوډۍ، جامو او ژوند لپاره روپۍ درکولې. زموږ نور ملګري دې خداى راته ژوندي لري، هغوى هم ددې ټولو کيسو شاهد دي، چې عصمت قانع يو څو ورځې ورک شو، بله ورځ راغى او ويې ويل، چې “مقاماتو” راته امکانات راکړي، چې د جمعيت پر دفتر حمله وکړم او خپل جلا جمعيت اسلامي اعلان کړم. د لسو زرو روپیو يو بنډل يې په جېب کې و، ډېر نوي نوي سلګونان ول، زما دا ليکنه که لولي، نو هغه وخت به هرومرو وريادېږي او نه پوهېږم چې له ځان سره به څه وايي؟ ما ورته بيا هم نصيحت وکړ، چې قانع صيب! ستا لاس ښه نه دى، دا روپۍ لږ په احتياط مصرف کړه. په دې ورځ يې د ډوډۍ په وخت کې د نورو ورځو په څېر له ما سره ډوډۍ ونه خوړه او پټ د يوه ترکمن هوټل ته، چې په ډهکي نعلبندي کې زما د کتابخانې ترڅنګ و، ولاړ.

لنډه دا چې د جمعيت دفتر يې ونيوه، هغه کيسه يې هم ناکامه شوه، دا هم يو جلا بحث دى. د جمعيت پر دفتر تر بريد وروسته يې له “مقاماتو” سره اړيکي لا ژور او پاخه شول (که چا په پېښور کې وخت تېر کړى وي، پوهېږي چې “مقامات” چاته ويل کېږي.)
دده د خپلې خولې خبره ده، چې ويل به يې: مقامات هغه فلاني سړي ته د ورځې د اوړو د څلورو موټرو فرمټ ورکوي او ماته پېنځه راکوي.

په همدې ګرماګرمۍ کې يې د (نوښت) په نوم يوه کنځلپاڼه هم راووېسته، چې کرزي صيب او نورو ته به يې کنځلې کولې.

زه دې ښاغلي ته ليکم، چې: ما جواليتوب کړى، کتاب مې خرڅ کړى، ستا په خبره تجارت مې کړى، خو د فکر، هېواد، ملي نواميسو او نظر تجارت مې نه دى کړى.

ښاغلى قانع بل ځاى ليکي، چې:
” دې ته مو پام نشته، چې ټولنه مو د بېسوادۍ په تورتم کې له ګواښ سره لاس او ګرېوان ده. په دې غم کې يې نه يو چې ځوانان مو د چرسو او هيرويينو په لوګيو کې د ژوند د پوپناه کېدو لمبې ته ناست دي.”

ښاغلي عصمت قانع، د چرسو- هېرويینو خبره کوي، خو د شرابو خبره نکوي، چې هره ورځ له درې- څلور بجو وروسته خبره درسره نه کېږي.

هغه ورځ هم ياده کړه، چې د (طلوع) ټلوېزيون په ګردي مېز کې په ژوندي پروګرام کې چې نور ملګري هم درسره ول، خوا دې وګرځېده، فول نشه وې. ته په کومه خوله په اخلاقي مسايلو خبرې کوې؟ تا خو ټول هغه خلک، چې دا زما او ستا ليکنه ګوري، پېژني.
ښاغلى قانع يو بل ځاى ليکي:

” دانش بېچاره نه پير روښان پېژني، نه يې عصر او نه يې ارمان، لکه څنګه چې مې وويل، هغه خوارکی صرف يو دوکاندار دى، چې ابتدائيه ښوونځى يې هم نه دى لوستى.”

ښاغلى قانع! تا خو تر پېنځم ټولګي هم ښوونځى نه دى ويلى، زه خو تر تا ښه يم، تر دولسمه خو ښوونځي ته تللى- راغلى يم. بله دا چې زه پير روښان پېژنم او له ما سره ډېر نژدې دى، ته يې نه پېژنې، چې داسې دي ويلي ما او زما پير روښان دواړو په خپل خپل وخت پښتو ادب ته يو رنګه کار کړى، هغه ورته خيرالبيان ډالی کړى او ما ډېر ورک خيرالبيانونه را ژوندي کړي او ټولنې ته مې ډالۍ کړي دي. تا ټول عمر د ابو داود، مير جعفر او مير صادق رول لوبولى او ما ټول ژوند د پير روښان په پلونو پل ايښى دى.

قانع صیب!
زما تجارت ټولو ته څرګند دی، ګټه- زیان یي معلوم دی، خو قانع له خپلې سوداګرۍ چاته معلومات ورکولای شي، دده متاع څه ده، ددغې متاع خريدار څوک دی؟

مېجر کليم د کومې متاع په بدل دده مخې ته تورخم کې ګاډی درولی وي، د تورو هېندارو لنډکروزر کې څوک د شامي روډ بنګلې ته رسول کیږي؟

یوه هفته یې د موبايل د خاموشۍ راز څه کېدای شي؟

بيا هم حيراني ده چې ښاغلی قانع د ځوانانو د اخلاقي فساد خبره کوي، د فقير آباد تاڼې مېلمستيا يې هېره ده، د نوای وقت رپوټ کافي دی، د هيرا منډيي تماشې دده د خپلې خولې ميټايي ده.

قانع ګله! زه خپله دوکانداري منم په لوړ سر دوکانداري کوم، خو قانع د خپل ضمير او ايمان له سوداګرۍ چاته ویلی شي؟

د طالبانو د واکمنۍ معاشخور قانع نن د دیموکراسۍ علمبردار ګرځېدلی د هغسې سپين سترګۍ چې د بودا مجسمو په نړولو کې یې هم خپل قلم دغې کولتور دښمنۍ ته استخدام کړی و.

د ځينو ښاغليو څومره څېرې، څومره مخونه او څومره ژبې دي، له ښاغلي قانع هغه ورځ هېره ده چې ډک مجلس کې يې له جېبه په کاغذونو کې پاکستانی شناختي کارډ وغورځېد.

ښاغلی قانع!

زما ماضي او حال ډېر صفا او له کرښو پاک دی، تا سره به دا ولس او خلک يوه ورځ حساب کوي، دا به درته وايي، چې له کومې خوا کومې خوا ته روان يې؟ ته څه کول غواړې او څه دې کړي؟ زه چې کتاب خرڅ نکړم، نو څه وکړم؟ له “مقاماتو” پروژې واخلم؟ که له نورو هغو چې اوس يې تاته درکوي؟

زه په ډېر افتخار او سرلوړۍ خپل ولس ته وايم، چې کتاب چاپوم، ١٠٠ ټوکه غريبو او نادارو ځوانانو ته ډالۍ کوم، ٩٠٠ خرڅوم او په هغه بل کتاب چاپوم، خو هېواد نه خرڅوم، خلک نه خرڅوم، وجدان نه خرڅوم، فکر او نظر مې نه خرڅوم.
نو ښاغلى قانع! اوس ته ووايه، چې ته ښه تجار و سوداګر يې که زه؟

اسدالله دانش

دا لیکنه موږ ته راستول شوې ده. اداره

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د