
غزل/ نصیب رحماني
نصیب رحماني
دا پښتو له پښتنو نه جوړه شوي
له باتورو میړنو نه جوړه شوي
دنګې،دنګې یې شملې لکه دنګ غرونه
پکتیکا° مې له هغو نه جوړه شوي
°کټواز° مې لکه ناوې په ډولۍ کې
له نازکو ګلدستو نه جوړه شوي
د میوند چیغه یې هسي یو مثال ده
د ملالې له ټپو نه جوړه شوي
د قلم په ژبه څه درته بیان کړم
د غزلو له حرفونه جوړه شوي
هسې نه ده لکه څنګه چې یه بولي
رحماني دا له مودو نه جوړه شوي
ـــــــ
نصیب رحماني