شعـــــرونه

نظم/ عبدالمالک همت

دغه لاندي کرښي مي په ډيلي کي د ۱۹۹۱ع. کال د اګست پر دوهمه په يوه کتابچه کي ليکلي وې.

عبدالمالک همت

اوه … !
خدایه دا څه تور توپان دي
چي دی خپور پر هره تړه
بوږند، ايشند سمندر دی
هرڅه دي پکښي تپاند
د نشتون پر خوا هڅاند.
::: ::: :::
او له پاسه ترغاکونه
پرله ګرځند او پېچلي
نه ماڼو سته، نه بېړۍ سته
اوبې واک، بې سېکه پږي
دې توبان په مخه کړي
يو له بله سره بېل يې
په هرلوري وړي بې موخي
وړي يې، وړي يې او لاوړي يې
او لاوړي او لاوړي يې
::: ::: :::
رښتيا !
ته به وايې دانور څه دي
دا هيڅ نه دی، دا هيڅ نه دی
دا تنې بې ننګېرني
جرړ ختلي کږې وني
دوی د ځان به وير اخته دی
د ښه ژوند په تلوسه دي
دايې هيڅ نه سي کولای
لاسنيوی، خوالوګري
او هم نې سي بدلولای
دا ويرونه په خوښي
::: ::: :::
نو ووايه ای څښتنه!
چي به پای د دوی څه کيږي؟
دوی آخر پوپناکيږی
تباه کيږي او ورکيږي
خو نه ګرمه د توپان سته
او نه ګرمه د دې نورو
ده ګرمتيا د نېزوړو
چي بدلون ته تيار نه وي
له دې هسي ناورينونو
خپل راکښون ته تيار نه دی
::: ::: :::
او
دا توپان چي څپڅپاند دی
دا اغېز يې د بدلون دی
خو دا نور چي لالهاند دي
بې بدلونه د دوی يون دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x