ورزش

صحرا جام: افغانستان دریمه لوبه هم وګټله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۳۰، ۱۳۹۵ل): نن د صحرا جام په سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلي او نامبیا تر منځ د کرکیټ شل اوریزه لوبه تر سره شول چې افغانستان په ۶۴ منډو وګټله.

د لوبي په پیل کې پچه د افغانستان کپتان اصغر ستانکزي وګټله او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه.

افغانستان په خپل وار په شلو اورونو کې ۱۶۷ منډي جوړي کړې او ۶ لوبغاړي يې له لاسه ورکړه.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتي منډي سمیع الله شینواري جوړي کړي، نوموړي په ۱۹ بالونو باندي د ددوه شپږیږو او دوه څلوریزو په مټ ۳۵ منډي جوړي کړې، نوروز منګل د یوې شپږیږي او ۳ څلوریزو په مټ ۳۲، اصغر ستانکزي د دوه شپږیږو او یوه څلوریزو په مټ په ۲۳ بالونو کې ۳۱ او محمد شهزاد هم دوه شپږیږي ووهلی او یوه څلوریزه، په ۳۱ بالونو یې ۳۱ منډي جوړي کړي. نجیب الله زدران ۳ او محمد نبي ۱۳ منډو باندي وسوځېدل. ګلبدین نایب ۱۲ منډو باندي او راشدخان پر یوه منډه ناسوځېدلی پاته شو.

په جواب کې د نامیبیا لوبډله یوازي په ۱۰۳ منډو جوړولو وتوانېدله او ټول لوبغاړي يې په ۲۰م اور کې پر دوهم بال باندي وسوځېدل.

راشد خان په دوه اورونو او دوه بالونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازي ۴ منډي باندي جوړي شوې. امیر حمزه په څلورو اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۲۴ منډي باندي جوړي شوې. نوین الحق، محمد نبي، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړی وسوځوی، نوروز منګل په یوه اور باندي ۱۱ منډي جوړي شوې خو څوک یې اوټ نه کړ. همداسي کریم جنت دوه اوره وکړه خو څوک یې اوټ نه کړای شو او ۷ منډي باندي جوړي شوې.

د لوبي غوره لوبغاړی راشد خان ونومول شو چا چي ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازي ۴ منډي باندي جوړي شوې.
هغه دوه اورونه او دوه بالونه غورځولي وه.

د صحرا جام نیمه پایلوبي (سیمي فاینلونه) او پایلوبه (فاینل) سبا په دبۍ کې تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x