ادبي لیکني

محتسب او واعظ په پښتو ادب کې

په پښتو ادب کې د محتسب او واعظ فلسفه لویه او پخوانۍ ده، تراوسه د پښتو ادب هر شاعر او لیکوال د محتسب او واعظ په باره کې یو څه نه یو څه ویلي دي. محستب هغه څوک چې د ښه او بد توپير کوي، یا هغه څوک چې له خلکو سره د ښه او بد حساب کوي، یا یې د خلکو د ښېګڼو او بدګڼو د پرتلې چارې په خپله غاړه بار کړي وي. واعظ هغه څوک ګڼل کېږي، چې  خلکو ته نیکه لاره ښیي؛ یا ورته د نیکۍ تلقین او سپارښتنه کوي.

 

خو په پښتو ادب کې مسئله بله ده؛ د پښتو ادب شاعران تراوسه له کلونو کلونو راهیسې له واعظ او محتسب سره جوړ نه دي، او تراوسه یې واعظ او محتسب ته په ښه نظر کتلي نه دي. دلته واعظ او محتسب څکه ښه نه لیدل کېږي، چې د مین او د مینې مخالف دي. هغه مینه د ګودر یا د کلي کوڅو له سرحده نه غواړي، هغه مینه د کلي د لارو خبره نه بولي، هغه مینه د شاعرانو او لیکوالانو له انده نه څېړي؛ خو شاعر یې ځکه نه خوښوي، چې د هغه مینه د کلي او ګودر پاکه او سپېڅلې مینه ده؛ هغه مینه په هر ځای کې مینه ګڼي. هغه ته د ګودر مینه د ښار له مینې ښه ښکاري، هغه مینه د مینې په تله تلي. هغه مینه غواړي او مینه پالي. هغه په هر څه کې مینه لټوي.
لکه د پښتو ادب تکړه شاعر پیرمحمد کاروان وایي:
خلک په کې خدای لټوي ته ماشوم خبر هم نه
پوی به شې او لوی به شې چې سترګې د یار څه مانا

هغه د یار په حسن او سترګو کې د خدای قدرتونه ویني. د یار د سترګو ښکلا انسان ته د الله لوی لوی قدرتونه ورپه یادوي. شاعران مینه مینه ګڼي، او محتسب او واعظ یې د عشق په بڼه اخلي. هغه د مینې له سپېڅلتیا څخه خبر نه دي. هغوی مینه، محبت، عشق او علاقه ټول یو شان ګڼي؛ نو ځکه د شاعر ورسره  جوړه نه ده.

د پښتو ادب ټول لیکوالان او شاعران له کلونو او پېړېو څخه تر اوسه له واعظ او محتسب سره په سمه توګه جوړ نه دي. د محتسب او واعظ سره د شاعر په دغو یادو شوو مسئلو اتفاق نه کوي، که نه دومره سره وران نه دي؛ خو بنسټیزه مسئله دا هم ده، چې واعظ او محتسب هغه څه  نه کوي، چې خلکو ته یې وایي.

د پښتو ادب بل تکړه شاعر صاحب شاه صابر د محتسب سره خپل مخالفت په دې ټکو ښکاروي.
مونږ که ګناه وکړو نو کفر به وي
شیخ که ګناه وکړي، توبې ورځي
د واعظ هره فلسفه د فساد
واعظ له څه نور خو فتنې ورځي
د محتسب په توبه مه تېروځه
ځي میخانې ته خو د شپې ورځي
هغوی په هر موسم کې سپین سپېڅلي
هغوی له هر رنګ قصیدي ورځي

محتسب او واعظ د صابر په اند هغه څه کوي، چې خلکو ته یې بد یادوي، هغه هره ګناه که کوي نو وروسته ترې توبه وباسي، خو که د ده تر مخ بل چا یوه خبره هم د مینې وکړه؛ هغه د فساد ځاله بولي. دغه ګناه چې محتسب او واعظ یې کوي، که یې بل څوک وکړي پرې مجازات کېږي. که دی یې وکړي، نو هیڅ خبره نشته، ځکه دی محتسب دی. هغه د پښتو متل دی( خپل عیب د ولو منځ دی). نو دوی ته هم خپل عیب نه ښکاري. خو د بل عیب په ښه توګه ویني.
محتسب او واعظ په پښتو ادب کې یو بدنام نوم دی، هغه ته د پښتو شاعران په ښه سترګه نه ګوري، او نه یې تر اوسه یو ځل هم ستایلی دی. هغه تر اوسه په پښتو ادب کې ځان ته یو ښه نوم جوړ کړی نه دی. محتسب د پښتو ژبې شاعران هغه څوک ښیي، چې ځانته هر څه روا کړي، خو د بل په یوه وړه ګناه هغه ته د لویې ګناه(کبیره ګناه) غوښتونکی وي. نو ځکه خو د پښتو ژبې شاعران یې سم نه ښيي، او نه یې ورسره جوړه ده.
صاحب شاه صابر بل ځای داسې وایي:
شېخه! زمونږ خدای به دې څنګ وبښي
په محبت کې دې ریا وکړه
او یا داسې وایي:
دواعظانو د فتنو یرېږو
د میکدو خبرې پټې ساتو

نو د شاعرانو او محتسب تر منځه دا کشمکش له کلونو او پېړېو را روان دی. د محتسب او دشاعر د دوستانې امکان کم ځکه دی، چې ددوی تر منځ د مینې د سپیڅلتیا او یاغیتوب لوی دېوالونه ولاړ دی. داسې ورځ به هم راشي، چې محتسب او شاعر دواړه مینه ستایي، او څنګ په څنګ د یار د ستاینې او مینې د خوږو په اړه په خپلو مترنمو شعرونو او  پارونکو وعظونو خبرې وکړي؛ خلکو ته د مینې د لویوالي په اړه لارښوونې ولري. محتسب خپل اند د مینې د سپېڅلتیا په اړه بدل کړي، مینه وستایي او وپالي، او شاعر یې هم په بده یاد نه کړي. شاعر ورته د رښتیني لارښوونکي په ډول غوږ کېږدي.

لیکوال: سمیع الله مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x