نظــر

اې د مغربیت سپاهي شاته ځه تر مخ نه سې!

حسان شلګری

آبله ورځ له یوه طالب ملګري سره په موټر کې سپور وم، ملګری مې د کندهار نه دی خو د کندهاري ترنم آهنګ او طرزونه خوند ورکوي د موټر په ایم پي تري غږوونکي یې د کندهار د وتلي ترنم ویونکي صدیق شاه ترانه لګولې وه. صدیق شاه ویل :

اې د امارت سپاهي! مخته ځه تر شا نسې
وړاندې خطرونه سته  پام چې وارخطاء نسې
واوړه د لمبو پر سر —  ځه ځه ځه
د هسکو درو پر سر . . .
هوش کوه مایوس نه سې ته د جګو غرو پر سر . . .

د ترانې آهنګ، سوچه کندهاری طرز، د صدیق شا غږ  او تر ټولو علاوه د ترانې انقلابي الفاظو ورسره واخیستم او دې ته مې سودا شوه چې دغه توپاني جهادي شعر به لیکلی چا وي؟ په همدې سودا کې د ترانې پای ته انتظار  وم  چې په پای کې د دغې مشهورې جهادي ترانې شاعر عبدالاحمد محمدیار  راووت ،  او زما سودا د هیښتیا ساړه احساس لاهو کړه  .

وړمه ورځ مې یوه ویب پاڼه راخلاصه کړه چې د واګ ګوند د تېر مشر عبدالامحمد محمدیار  نوې مقاله په کې مخته راغله.محمدیار  په دې خپه و چې ولې د اولسي جرګې ځینو غړو هلمند ته دامریکایي عسکرو په  راغبرګېدو انتقاد کړی.محمدیار لیکلي( عجبه ده! د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، په دې جرګه کې د هلمند دوو استاځو رحمت الله اڅکزي، شیرمحمد اخندزاده او ځینو نورو د دوی همفکرو بې فکرو، هلمند ته د ۳۰۰ امریکایي عسکرو د استولو په عکس العمل کې، آن له دغه هیواد سره د افغانستان د امنیتي تړون د لغوي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا تړون او دا نوي ځواکونه به جګړې ته نور هم زور ور کړي؛ وایي: وهم دې چیرې او درب دې چیرې شو؟ دا اوس زموږ د ولس د استاځو عقل شو؟)

وایي انسان چې یوه وار د شیطانت لاره واخلي بیا یې نو شیطان هم رزالت ته د حیرانۍ ګوته په غاښ نیسي. متاسفانه زموږ د هیواد اکثره شیطان خېل تر شیطان اغلظ شیاطین ثابت شوي. زموږ کمونیستان تر مارکس او لینن سخت زړي کافران ول او اوس چې د محمدیار په شان لویدیځ پالو ته ګورو نو د غرب تر اصلي بجوړو ډیر د کفر او اشغال تداوم ته ژمن برېښي.

کرزی او نور  د سي آی اې انډیوالان چې پنځلس کاله وړاندې د سي آی اې له پراشوټه په دې هیواد رانازل شول له پنځلس کلنې بدې ورځې وروسته اوس دې نتیجې ته رسیدلي چې دلته د ټولو بدبختیو منبع غربي اشغال او بهرني ځواکونه دي. هغوی له اشغالګرو سره له هرڅومره خپلوۍ سره سره اوس په دې شعار ژبه ټکوي چې باید اشغالګر نور له افغانستانه ووځي. خو راشه د دموکراسي د میدان ناګډې بیډۍ محمدیار ته چې لا یې هم د هلمند په اولس د امریکایي بلک واټر او سپیشل فورسو سادیستانو وحشتونه، شپني عملیات او بمبارونه پیرزو دي او د اشغال د دفاع لپاره په  شبکورو سترګو د اوږدې پرپړې د لیکلو زحمت باسي.

مشهوره خو دا ده چې په افغانستان کې یو شمیر غرب زده سیاسیون د اشغالګرو اصلي مهرې او وطني راه بلدان دي  مګر که د تعهد او فکري ژمنتیا له اړخه وګورو  دلته سیاسي څېرې یوازې د مادي ګاډو او منصب ګټلو لپاره د اشغالګرو دوام غواړي اما غرب زده لیکوالان، ګمراه شاعران او ځینې بې فرهنګه فرهنګې څیرې د غربي کفر او لادینیت اصلي عاشقان دي چې په ډیره پُستۍ او بې ننګۍ د استقلال او سرلوړۍ په دې هیواد کې د غربي بادرانو د شتون لپاره دلائل تراشي او خپل ګوډاګیتوب توجیهوي.

محمد یار یوازې د غرب پوځي یرغل یو جائز او قابل دفاع عمل نه بولي بلکې د غرب د فکري توکو او بي پتۍ د ترویج په کار کې یې هم کاسه تر آش ګرمه ده نوموړي څه موده وړاندې په خپله فیسبوک پاڼه د شرعي حجاب په ضد یو داسې شنیع پوسټ نشر کړ چې ښایي غربي بادارانو یې هم دحجاب په اړه داسې سپکه ژبه نه وي کارولې. محمد یار لیکلي و.

(د حجاب زیان : تر هغه چې ښځې مو په تورو پوښو کې ښې کلکې پوښلي وي نو . . . د خپلې خور ، مور ، ماینې او پردۍ ښځې فرق به راباندې نه وي ځکه  : د تیاره پردې شاته ناستې میرمنې یوازې خدای توپیروای شي او څنګه چې زه خدای نه یم . . . نو په هرې یوې چې وربرابر شوم  ور برابر شوم.)

رښتیا هم په پردو پښو روان موجودات همیشه همداسې کاواکه او بې ارادې وې چې که په هر څه وربرابر شو ور برابر شو. محمد یار که پرون طالبانو ته جنګي ترانې لیکلې نن بیا د اشغال اوډمکراسۍ په اتڼ کې دومره ګرم لاړ چې په امریکایي پوځیانو د انتقاد ځواب هم دی وایي.

دغه د مغربیت سپاهي ته به ووایو چې لږ یې سړه خوره، یو مخ د چیغې په سر کې هم مه ځه.د اشغالګرو شتون که ګټه رسوله یوازې به یي امریکا او د هغه محلي رسمي اجیرانو او ټیکه دارانو ته رسوي خو زیان یې په هر حال زما، ستا او زموږ د ګډ وطن او اولس دی نو ځکه درته وایم چې :

اې د مغربیت سپاهي شاته ځه تر مخ نسې!
وړاندې خطرونه سته سر په وای او وخ نسې!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

دغه خوارکی ګرم ندی ځکه په دموکراسي کښې ترټولو غوره شی هغه دهوس او شهو ت پوره کونه ده، نو که دغه سکولر دا ګیله کړې وی ګیله ئې پر ځای ده خو کله چې یو انسان دومره پست او بی ضمیره شي چې هرڅه یواځې دشهوت له درشل څخه ګوری نو هغه ته دخور ،مور او دپردي ناموس څه توپیر شته ، دغه رنګه انسان په سکولر یستي کښې دبهیمیت حد ته رسیدلی وی نو دځنګلی ځناورو په څیر هغه که له مور سره جنسي اړیکه نیسی او که له خور سره څه باک دی ورته، لعنت په داسې… نور لوستل »

رحمت الله رحمت

هیله ده قلم سپک نه کړئ! رحمت الله رحمت ! حسان شیلګري صیب شه قلم لرئ خو کله کله يي سخت بي ځایه کاروئ. قلم خپله سبڅلتیا او تقدس لري په داسې ځای کې باید ونه کارول شي چې تقدس یی زیانمنیږي. د یاریار خیلو په څیر خلګ په دې نه ارزې چې مهملاتو ته یې دومره اهمیت ورکړل شي او دومره لویه برپړه ورباندې ولیکل شي. هغوی که دومره وپوهیږي چې چټییاتو ته يي دومره ارزښت ورکول کیږي ، سبا په خپل ناموس د لیلام بولئ لګوئ او بیايي د سوسل میډیا په وسیله د مدنیت او مترقي توب… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x