
غزل: محمد نعیم افغانزوی
اوروه یې زما دې بم ته سینه سپر ده
زما بې سپره هر ستم ته سینه سپر ده
اوس له غم سره اشنا یمه عادت یم
ما نیولې هر یو غم ته سینه سپر ده
د ظلمونو څو پېړۍ مې وګاللې
تا راکړی ما ماتم ته سینه سپر ده
هر فرېب دې ماتوم ورنه آګاه شوم
ځکه تل مې ستا هر چم ته سینه سپر ده
په باروتو کې پوښلی درته ګرزم
تل مې ستا زهري ایټم ته سینه سپر ده
له هر ګام سره دې اوس یم بلد شوی
ته یې ږده زما دې قدم ته سینه سپر ده
په ما نکړي اوس اثر دا ستا منترې
ما د سحر هر رقم ته سینه سپر ده
افغان زوی کوم دفاع په قلم توره
زما دا ستا باطل قلم ته سینه سپر ده