ټولنیزه برخه

ولي تل داسي کیږي؟!!

ژباړه: شفیع الله محمدي

ایا تاسو کله فکر کړی دی، چې ولي تل داسي کیږي؟

ولي تل داسي کیږي کله، چې یوه عسوي ښځه خپل ټول بدن پټوي (پرده کوي) نو هغې ته ډېرعزت ورکول کیږي، ویل کيږي، چې نوموړې خپل رب ته ځان سپارلی دی؛ خو کله چې یوه مسلمانه ښځه پرده کوي؛ نو خلګ وايي، چې دا د لوی ظلم ښکارشوې ده؟

ولي تل داسي کیږي کله، چې یو یهودي یا سیک ږيره پرېږدي؛ نو هغه د خپل دین پالنه او ساتنه کوي؛ خو کله چې یو مسلمان ږیره پرېږدي؛ نو هغه ته بنسټ پاله ویل کيږي؟

ولي تل داسي کیږي کله، چې یو مېرمن خپل ټول وخت په کور کې تېروي، د خپلو ماشومانو ساتنه او پالنه کوي؛ نو هغه ډېره ستره قرباني ورکوي؛ خو کله چې یوه مسلمانه مېرمن داسي څه کوي نو خلګ وايي چې دا په څلورو دېوالونو کې قید ده او نوموړې ته باید ازادي ورکړل شي؟

ولي تل داسي کیږي کله، چې یو زده کونکی په خپلو درسونو کې ډېر تکړه وي نو هغه یو بریالی زده کونکی وي؛ خو کله چې یو مسلمان زده کونکی په مدرسه کې په اسلامي مضامینو کې تکړه وي نو د هغه راتلونکی بې کاره او خطرناکه ګڼل کیږي؟

ولي تل داسي کیږي کله، چې یو یهودي او عسایي د چا قتل کوي نو د هغوي دین او مذهب څوک نه یاد وي؛ خو کله چې یو مسلمان په کوم جرم کي نیول کیږي نو اسلام بدنامیږي؟

ولي تل داسي کیږي کله، چې یو څوک تر خپل سر تیریږي او نور ژغوري؛ نو هغه قهرمان او اتل ګڼل کیږي؛ خو کله چې یو فلستینی مسلمان تر خپل سر تیریږي، خپل ماشوم د سور مرمیو څخه ژغوري یا د خپل ورور لاس د دښمن په لاس د ماتولو څخه ژغوري، د خپل مور او خورعزت د ساتلو لپاره د دښمن سره جنګیږي، خپل کور د اور د سرولمبو څخه ژغوري او د خپل مسجد ساتنه کوي؛ نو هغه ته دهشتګر ویل کیږي؟

ولي تل داسي کیږي کله، چې یو څوک په ډېر بې احتیاط تۍ سره موټر چلوي نو موټر نه بکله موټرچلونکی ګرم (ملامت) ګڼل کیږي؛ خو کله چې یو مسلمان کومه غلتي کوي نو مسلمان نه بلکه اسلام ګرم ګڼل کیږي؟

ولي تل داسي کیږي، چې کله په اخبار او رسنیوکې هره خبره وشي نو خلګ هغه حقیقت ګڼي؛ خو د قرانکریم په حکمونو باندي بیا نیوکې کوي؟

خو د دې هر څه سره سره، نن په ټوله نړۍ کې تر ټولو ادیانو تېز خپرېدونکی دین اسلام دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

محمدی صاحب السلام علیکم ! ولي تل داسي کیږي؟ ستاسی لیکنه ډیره جالبه او ډیر جالب عنوان مو ورته غوره یا خوښ کړی دی. ستاسی ټولی معقوله پوښتنه په یوه جمله کی ځوابیدلی شی. ځواب : د حق او باطل جګړه کی د باطل ( کفر) پلویان د حق ( اسلام ) د پلویانو په مخالف قطب کی قطار لری ، هغوی د اسلام په مقابل کی د کفر دین او نظام ( دموکراسی ) راویستلی د اسلام حرام په کفر ( دموکراسی ) حلال او د اسلام حلال په دموکراسی کی حرام دی، زر، زور او تزویر د هغوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x