kitab

داسلا م سياسي او اداري نظام

داسلا م سياسي او اداري نظام

د کتاب لنډه پيژندنه :

مؤلف: مولانا عبد الباقي حقاني

دا کتاب په دوو جلدونو کې چاپ شوی، چي د لومړی برخي موضوع يې ده:

” داسلام سياسې نظام” چې درسول الله (صلی الله علیه وسلم) او د څلورو راشده خلفاو (رضوان الله علیهم اجمعین) او د دوي څخه وروسته داسلامي امت داسلافو (رحمهم الله) سياست تشريح کوي.

په داسې اهمو اصولو او مباديو مشتمل دې چې تر قيامته د هر وخت د اسلامي ټولنې سياسې مشکلات حل کوي چې کتونکي ته داسلامي سياست کليات او اهم جزئيات، فوائد او د اسلام دسياسي نظام دجامعيت او ځانګړتياوي ور په ګوته کوي او اسلامي سياست کوونکو ته دکاميابۍ لارې برابر وي .

او د کتاب د دوهمې برخې موضوع ده :

” داسلام اداري نظام ” چې درسول الله (صلی الله علیه وسلم) او راشده خلفاو (رضي الله عنهم) او ددوي څخه وروسته د اسلامي حکومتونو اداري او حکومتي نظام تشريح کوي .

کتاب په داسې قواعدو او مباحثو مشتمل دې چې د هر وخت مسلمانان کولاى شي چې ددې په رڼا کې يو سوچه مضبوط اسلامي حکومت جوړ او ديته دوام ورکړي او کتونکي ته د اسلام دحکومتي نظام د جامعيت ، خصوصيات او فوائد ور په ګوته کوي ، همدا رنګې د اسلامي حاکمانو اخلاق ، کردار او منصبي فرايض په اسانه ور پيژني.

په نورو ژبو کي :

دا کتاب په عربي کې مختصر د” السياسة والإدارة في الإسلام” په نامه، په فارسۍ کې د ” نظامِ سياسي واداري اسلام ” په نامه، او په اردو کې د ” اسلام کانظامِ سياست وحکومت ” په نامه هم مفصل تيار او چاپ شوې چې د هرې ژبې شايقين ترې په اسانه استفاده کولاې شي .

دلاس ته راوړلو درکونه :

شايقين کولاې شي چې دمؤلف دا او نور چاپ شوي کتابونه دلاندې کتب خانو څخه لاس ته راوړي .

المکتبه الحقانية لعلوم السياسة الشرعية پشاور،

موبايل :03005931200يا ٠٣٤٧٩٠٦١٤٠٨

اي ميل:      Almaktabash@gamil.cm

Almaktabash@yahoo.com



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.