شعـــــرونه

الله جل جلاله/ نور احمد نعماني

نور احمد نعماني

سپوږمۍ دلیل ده د آسمان غیږه کې
رازونه پټ دي د جهان غیږه کې

کله چي لمر له خپله مخه حجاب پورته کړي بیا
بله د نور ښکلې ډیوه کړي د بیابان غیږه کې

وایی سیندونه یی څپو کې د عظمت ترانه
تعبیر یی کړی (ذوالجلال) د سپین قرآن غیږه کې

کاڼي او بوټي یی ثناء په مینه مینه وایی
لکه سپرلی چي راښکاره شي د خزان غیږه کې

مرغان یی ذکر له سهاره تر ماښامه کوي
غافل انسان دی ملامت د خپل وجدان غیږه کې

سر په سجده ورته “ملکې” همیشه وي پرتې
د اوښکو څاڅکي یی لعلونه د مرجان غیږه کې

توبه د صدق کږه غاړه “نعماني” کړه د ځان
سبا چي نه یی شرمنده بیا د میزان غیږه کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x