نظــر

سریالونه مو لیدلي که نه؟

مغفور الله همت
مجلس[دناستې ځای] کې ناست وم د عادت له مخې خلک په مجالسو کې هسې هم تلویزون د اخبارونو، لوبو او نورو ډول ډول خپرونو لپاره کاروي او ځینې نور یې،  بیا د شمشاد، لمر، طلوع، او نورو چینلونو  د سریالونو، او فحاشو خپرونو لپاره استعمالوي.

چې پام مې شو،د سریالونو د مشهورتیا ورکولو، د سریالونو په مینځ کې د دمې ورکولو په وخت کې،
له یوه سپین ږیري سره څو ځوانان په لاسي ګاډۍ اوچتولو کې کومک وکړي چې هغه یی په اوچت ځای باندې د پورته کولو توان نلري.

نو ددې کومک په شمول د سریالونو په مینځ مینځ کې په وار وار دا جالبه کلمه هم تکراروي.

چې…
[دخپل ژوندانه کړه وړه مو په محمدي اخلاقو ښایسته کړئ].

ډیر حیران شوم خندا راغله ومې ویل او هوووو، څومره ښه؟….

د محمدي اخلاقو تمثیل په ژوندۍ بڼه هم لیدلی شو، قطع نظر د جواز او غیر جواز نه.

لیکن څه شیبه وروسته هوش راغی خیال یوړم تردې چې دغه په سریالونو کې په ژوندۍ بڼه لیدونکي تمثیلي اخلاق او هغه محمدي او نبوي اخلاق چې موږته د صورت او سیرت له لورې راښودل شوي دي سره ومې ارزول نوبلا[بیخي زیات]فرق مې احساس کړ.
دومره فرق یې ؤ چې د سالم عقل څښتن به یې ان شالله وضاحت ته هیڅ اړتیا محسوسه نه کړي.

ځکه چې منکرات یې بې شماره دي.

خو بس د خپلو هغو مسلمانانو وروڼو نه مې ډیره ګیله وشوه او افسوس راغی.

چې کوم نوموړي سریالونه په هر اړخیز ډول تنظیموي او نشروي سمدلاسه مې دا څوپوښتنې ذهن ته راغلې.

ومې ویل نور د مسلمان ځوانانو په سترګو کې خاورې شیندل، بې دینه کول، فحاش او عیاش ترې جوړول، ریښتیني محمدي او نبوي اخلاق په هندي،ترکي او نورو پلیتو کثافاتو او ډرامو معرفي کول…..

بیا لکه چې بل ډول وي؟؟؟.

او د قرانکریم احکامو سره جفاکول بیا لکه چې بل ډول وي؟؟؟.
د اسلام دین د غربیانو د اند مطابق خپرول بیا لکه چې بل ډول وي؟؟؟.
اې دسریالونو ترتیبونکو، ژباړونکو او نشرونکو!

له خدایه وویریږئ!
دا له خپل ځانه جوړیدونکي نسلونه او د ګران وطن اصیل بچیان مو له عیاشۍ او فحاشۍ وژغورئ راتلونکی یې وسنجوئ!

اې حقیقي لیکوالانو او مسلمان ځوانانو!

د ښه راتلونکي لپاره مو له دې بد مرغه پدیدې د مخنیوي په لار کې خپل مسؤلیت اداء کړئ او خپلې حقې مبارزې مه سپموئ!
رب دې له عیاشۍ، فحاشۍ او بد بختیو دا اسلامي ټولنه  زر تر زره پاکه کړي!

په همدې هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x