مسافر ژوندون دي ورک شي…

دمکرتيوس يونانى فيلسوف په دې باور وو، چې که غوږ نه واى غږ به نه و.د هغه له نظره انسان ځکه انسان دى چې په وړاندې يې انسان دهغه د انسانيت تايئد کړى دى.موږ دښې شاعرۍ او ښې ليکوالې په اړه خبرې کوو، خو د ښه لوستونکي په اړه ډېر لږ خلک خبرې کوي. کېداى شي د لوستونکي يا اورېدونکي د ليد يا اورېدو ساحه دومره تنګه وي،چې ډېرښه  څه يې هم ترپام بد ورشي.

په اوسني وخت کې شاعري نه يواځې د شاعر ذوقي پالنې له مخې کېږي بلکې د تبليغاتو په دې تېزه جګړه کې د ټولنې يوه مهمه اړتياهم ده. ځکه خو زما په نظر شاعر مجبور دى چې د ټولنې اړتياپه پوره معنا درک کړي.
ښاغلى کاتب هډه وال وايي:
ستا په سر باندې يې دومره سزا بس ده
چې له کلي شړل شوى له قوم وتى.
د حقايقو درک معنوي ليد ته اړتيا لري،کله کله ديو حقيقت درک په ټولنه کې واتکمن واقعيت له سرچپه کېدو پيداکېدلاى شي. يو څوک ولې له  ټولنې شړل کېږي؟کېدلاى شي چې دټولنې مقررات يې نه وي مراعت کړي.مګرآياټولنې دغه مقررات دکوم معيار په اساس وړاندې کړي دي؟
موږپه خپله ټولنه کې دغسې پرېکړو ته بايد پام وکړو، چې د ټولنې له مقرراتو باغيان څوک په شړلو ارزي؟موږ يې ممکن ځکه په شړلو موافق شو،چې ولې يې له ټولنيزو مقرراتو بغاوت وکړ؟همداسې څه ورسره ښايي .راځئ پر دې هم فکر وکړو، چې دغه شړل شوى څوک له له شړلو وروسته کوم برخليک لري؟ کېدلاى شي دهغه شړل دټولنې په لوى زيان تمام شي. په داسې حال کې چې که هغه په ټولنه کې او تر دغې ګنا يې ورتېر شوي واى،نو دهغه څارل به راته اسان وو.
سالار د لښکر مړشو خوته دې قسمت ته ګوره!
پر موږه يې تر اوسه لا د سيورو پاچاهي ده.
د ښاغلي کاتب دغه بيت زما په نظر کتاب خبرې لري، نورې ټولنې له پخوانيو په دې خاطر يادونه کوي، چې دهغوى له تجربو نوي څه زده کړي،دهغوى له کړنو په نوي وخت کې په نوې لاره نوى کار واخلي؛مګر موږ يواځې په دې بسنه کړو، چې په ټول هيواد مو لرغونى پنځه زره کلن سيورى پروت دى.يواځې پردې زړونو ته ډاډ ورکوو، چې پخوانيو مو پر خپل هيواد سربېره نور هم رانيولي او تابع کړي وو. خو دغه نه ګورو چې له هغوى کومې لاس ته راوړنې راپاته دي؟ هغه څوک چې موږ پرې غالب وو ، اودوى مغلوب وو، نن ترموږ ډېر وړاندې دي.په داسې حال کې موږ ديو غالب قوم پر حيث بايد ترهغوى ډېر وړاندې واى.دغسې څه ځکه راپېښ شول، چې دخپلو تېر يادونه مو لکه بتان ساتلي دي. خود هغوى دپرمختګ او بريا د علتونو پوښتنه که مو کړې هم وي،خو عملي کړې مو نه دي.
مسافر ژوندون دې ورک شي سړى وخوري
مالت ښه و؛ څومره ډېر مې وو ملګري.
په انساني فطرت کې ټولنيزې اړيکې اغښل شوې دي،د استاد الفت خبره کله سړى په لويه مېله کې يواځې وي. دملګرونه شتون هغه هم په مسافرۍ کې، ريښتياهم سړى وخوري.اوداچې ولې نو يوڅوک مسافرکېږي؟بياهم خبره ټولنيزو ستونزو ته راځي،او موږ تردې اندازې له دې ستونزو سره لاس اوګرېوان يو،چې ځان ، ځان خوړنې ته ورکوو،خو ځان تر توربور ښکته نه راولو.
په شاعرانه انداز کې د دغسې پېښو وړاندې کونه ډېر مهارت غواړي خو پردې سربېره کله کله کاتب صيب داسې خبرې د شعر په ژبه وړاندې کړې دي چې که يې نه واى ويلي، فکرنه کوم چې چادې ورته د مسووليت ګوته نيولې واى:
د يار سره يې لېدل شوي نه دي
په مخه راغى نيمه خوا نيمګړى.
په مينه

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close