نظــر

دولتی کارمند باید څنګه وی؟

عبدالواحد رسولي

اسلامی دولت نه یکی داسلام ، حاکمیت ،بقاء او تطیق یکی وسیله ده بلکی دهر مسلمان فرد د اعزاز ، قوت ، امن ، سوکالی ، شتمنی ، خویندتوب او ویاړ یو باوری او مستحکم ضامن هم دی ددی خبری اثبات د اسلامی تاریخ د اسلامی حکومت په پاڼه کی بینا خو څه نابینا هم موندلای شیی.

که څوک په اسلامی تاریخ کی د اسلامی حکومتونو دبریا ، امپراطوری ، حاکمیت او قوت دراز په اړه دفکر زانګو ته ټال ورکړی نو حتما به دی پایلی ته ورسیږی چی هغه زمان نه یوازی داسلامی حکومتونو د اقتدار په راس کی حکماء انصاف کوونکی،رښتیا ویونکی ،رحم کوونکی او دفضل او پوهی خاوندان وه بلکی ددی علاوه دهغوی ټیټ رتبه مامورین، ریسان ، قومندانان ، والیان او بلاخره ملازمین هم کاملا له خپل حکومت ،راعیت ، دندی او مشرانو سره په صدق ، خلوص او وفا کی وه دولت هرچا خپل کور ګاڼه ، دامیر اطاعت یی اخروی پانګه ګڼله، راعیت یی دخپل ځان اعضاء ګڼله ، ملی شتمنی یی د ځان او نورو نه خلاصیدونکی او ځانی سرمایه ګڼله نو ځکه خو هغه وخت حکومتی شخص د عامه وګړو په زړو او منځو کی دځانکړی شرف مقام خاوند و او عامه وګړو به د حکومتی شخص په احترام نیکی او ثواب مرتب ګاڼه او دهغه احترام به یی دځان دپاره ویاړ باله نوځکه خو به له کومی تمی پرته دولتی اعضاو ته په کامل احترام قایل و.

چی هغه وخت داسلامی دولت قوت او ځواک له همدغه احترام څخه منشاء اخیسته او په همدغه ځواک یی په ټوله نړی حاکمیت او غلبه لره که نن هم زموږ دولتی مامورین د دغه خویونو او اخلاقو زیور باندی ځان سینګار کړی زیری درکوم چی هغه وخت بیا زموږ په دولت کی فساد او په عامه وګړو کی جنایت یو ځل بیا صفر ته قریب شی راشی ددی خصوصیاتو څو بیلګی دلته ولولو.

لومړی- دالله ج په وړاندی ځان مسول ګڼل

دوهم – د دولتی وسایلو له شخصی استعمال څخه ډده

دریم – له رشوت څخه ډده

څلورم – له عامه وګړو سره نرمی او صمییت

پنځم – دواک څخه خصوصی استفاده نه کول

شپږم – دامیر احترام او اطاعت

اووم – دندی ته په معین وخت حاضریدل او رخصیتدل

اتم – دتحفی نه قبلول

ان شاء الله که وخت راسره مل هر خوی به یی له لږ وضاحت سره پخپل وخت درته بیان کړم

لومړی خاصیت، دالله ج په وړاندی ځان مسول ګڼل

د دالله ج په وړاندی دځان مسؤل ګڼلو احساس یو داسی احساس ده چی نه یوازی دولتی کارمند بلکی که یی هر مسلمان په ځان کی ژوندی او راویش کړی نو په حقیقت کی هغه دینوی او اخروی نیکمرغۍ خپلی کړی ځکه څوک چی د الله ج وړاندی ځان مسؤل ګڼی هغه په پټه اوښکاره دهیڅ نوع خیانت او جرم جرئت نه شی کولای ځکه دا ډول کسان د الله ج په دی قول عقیده لری چی الله ج فرمایی وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (سورة بقره : ۸) ژباړه : چاچی یوه زره بدی کړی وی وبه وګوری.

دعقل له زاویی هم دا محال ده چی څوک دی دسزاورکوونکی په وړاندی جرم وکړی نو له همدی کبله دولتی مامور دپاره دمسولیت داحساس ډیر اړین دی نو که چیرته په پټه دمادیاتو حب تر اثر لاندی دخیانت مرتکیب ګرځی نو باید الله ج حاضر وګڼی او په دی احساس ځان له خیانته وږغوری.

په تاسف سره باید ووایم چی نن زموږ په دولتی کارمندانو کی دا احساس وژل شوی دی دخپل امیر او دشعبی دملګری په وړاندی داحساس لری خو دالله ج په وړاندی دا احساس نه لری کله به مو هم نه وی لیدلی یا اوریدلی چی یو دولتی کارمند دی د خپل مشر او یا دولتی ملګری په وړاندی رشوت واخلی او یا دی هم دبل کوم جرم مرتکیب شی خو کله چی یوازی شی او موقع ورته مساعده شی بیا چی څومره وس وی په همدا انداز ځان خاین او مجرم جوړی حال داچی د ځمکی او اسمانو او دده خالق دده ته تر هرچا ورقریب ده او هغه وینی او ددی علاوه د الله دوه څارونکی له هغه سره موجود دی لکه څنګه چی الله ج فرمایی.

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ (16) إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ 17( سورة ق )

ژباړه: په حقیقت کی موږ انسان پیدا کړی دی او ان دهغه په زړه کی په راپیداکیدونکو وسوسو باندی پوهیږو او موږ دهغه له شهرګ (دورمیږ درګونو)څخه هم زیات هغه ته نژدی یوو او زموږ پر دغه مستقیم علم برسیره دوه لیکوونکی دهغه ښی او چپ لوری ته ناست ،نیکی او بدی هرڅه ثبتوی.

همدارنګه رسول الله هم دمسولیت ارزښت له پامه نه دی غورځولی او فرمایی

اَلاَ كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ فَالأَمِيرُ الَّذِى عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ رواه بخاری ژباړه هریو له تاسو څخه مسول دی او هرڅوک دخپل لاس لاندی خلکو په اړه مسول امام (واکدار ) دخپل رعیت په اړه مسول دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x