نظــر

زمونږ به ګناه څه وي؟

حمزه حسیني
منحوسو څېرو تل د خپلو شومو اهدافو د لاس ته راوړلو پر بناء د علم او مشعل ځلانده ســتوري له مداره غـورځولي، د جهل په سایوو کې را لوی شــوي، بې تهذيبه درنـدګانو خپل وحشت په علماوو، طلباوو او مظلومو مسلمانانو متمرکز کړی، او همیــش یې خپــل خباثــت د اســلامي نـړۍ پر وړاندې څرګند کړی.

صحرايي محکمې او پریکړې یې امت مسلمه ته خپله ناکامي ډاګيزه کوي او همدا فیصلي یې د بزدلۍ او د ناکامې غلامۍ یو څــرګند پیــغام دی، د جانــکیري او وغـيره کفارو له نطفې څخه د زیږېدلو چارپایانو وروستۍ سلګۍ او پــیلامي دي، خو ګورئ سـتاسو وحــشت او ظـلم زمـونږ بر حـقه دعـوا هيڅکله  نه شي خاموشه کولی.
دا ځـــکه؛ چې د حق صدا فرعون علیه اللعنة بنده نه شوه کړای، د حق صدا د وخت نمرود بنده نه شوه کړای، د حق صدا ابوجهل، شداد، کعب ابن اشرف، ابولهب، عتبه، شیبه، او ابن سلول بنده نه شوه کړای، د حق صدا یو سپېڅلی کاروان دی، چې خپل مهم هدف (اسلامي نظام) ته به په هر قیمت چې وي ځان رسوي، او په دې خورا ځــلاند مســیر کـې چـې څـومره سـتونزې او کړاونه راځې په سر سترګو یې منلي دي.

لا به څومره ښکلاوې ماتې کړی؟ لا به څومره ډيوې مړې کړی؟ لا به څومره د علم منارونه ونړوی؟ او لا به څومره معصومې وینې توي کړی؟ هو وخت را تلونکی دی ستاسو ګریوانونه به د مظلومو مسلمانانو په لاسونو کې وي، او د محاسبې میدان ته به مو را کشکاږي، تر څو درنه د خپل جرم په هکله پوښتنې وکړي، او بیا مو د قهار ذات جل جلاله په وړاندې مجرم ثابت کړي، تر څو خپل بدیل درنه واخلي.
ایا د مدرسې استادان په دې عمل مجرمان دي چې د بشر د ستر لارښود محمد مصطفي صلي الله علیه وسلم د احادیثو صحیح ترجمانان ول؟ ایا د مدرسې طالب په دې عمل مجرم دی چې د قران کریم او احادیثو درس ته ناست وو؟ او ایا محصل په دې عمل مجرم دی چې ځان یې د شریعت او دین په طریقې برابر کړی وو؟
صد افسوس چې یهودو، نصاراوو او مشرکانو باندې یو هوایي پیر نه شی کولی او علماء په دې تور چې حنفی دی تر تیغ تیر باسئ او بیا دعوا هم د دولت الاسلام کوئ؟ نه هیڅکله تاسې دولت الاسلام نه یاست بلکې تاسې خوارج یاست.
او بیا هم صد افسوس چې د دیني مدرسې او پوهنتون د بڼ نازولي ګلان د غربي بادارانو په اشاره ماتوی او د وطن ښکلا په بدرنګیو او تاریکیو بدلوی آخر دا ولې؟
اي ويدو مسلمانانو را ویښ شئ او د خپلو عالمانو، طالبانو، محصلینو او مظلومو مسلمانانو ملا وتړئ او بزدل دوښمن نور پرې نږدئ ترڅو ستاسو د هیلو ترجـمانان د خپل نابود هوس ښکار کړي، نور مو د ډار چوپتيا د شجاعت په شمشير ماته کړئ او د خپل مظلوم ملت خواخوږي شئ.

د ټولو مـسلمانانو د هوساینې او بریا په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x