افغانستان

طالبانو په کوټه کې د خپلو غړو د وژنو راپورونه رد کړل

نن ټکی آسیا: طالبانو د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د خپلو ځینو مشرانو او غړو د وژنو په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه په کلکه رد کړي او په اړه یې یو لړ توضیحات ورکړي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې څو موده وړاندې په کوټه ښار کې د ناڅرګندو کسانو له لوري قومندان نورالله چې د زابل ولایت اوسېدونکی وژل شوی او زیاتوي چې نوموړی د دوی د رهبري شورا غړی نه و ، بلکې د روسانو پر ضد د جهاد له مهاله یو سیمه یېز مجاهد قومندان و، چې له څه مودې راهیسې يې په کوټه کې د هجرت ژوند تېراوه.

په اعلامیه کې د ملا عبدالمالک او، مولوي اسمعیل او ملا سلیم په نومونو د دوی مجاهدین چې د امنیتي چارواکو له لورې یې په رسنیو کې د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي، هم رد شوي او په وینا یې چې هغوی اوس هم ژوندي او په مبارزه بوخت دي.
اعلامیه د کابل حکومت په فساد کې غرقه او یوه غولېدونکي اداره بولي، چې په وینا یې هر ځل ځينو چالاکو خلکو ترې د سولې او  چا د تسلیمۍ په نامه پیسې وړي دي. د اعلامیې په خبره اوس هم ښایې ځينو اجرتي قاتلانو د طالبانو د مشرانو او یا غړو د وژلو د تشو ګنګوسو پر سر بیا له حکومته پیسې په بډه وهلي وي.
د اعلامیې په پای کې د امریکا له لوري په تور لیست کې د یوه طالب چارواکي قاري سیف الله د نوم شاملول او د نوموړي د پانګو او تجارتي راکړې-ورکړې د کنګل کولو حکم ته هم اشاره شوې او کاږي چې دا ډول کړنې د امریکایانو پر بې وسۍ دلالت کوي . چې دوی ته هېڅ زیان اړولای نشي.ځکه د دوی مجاهدین نه د نړۍ په کچه دومره بډایان دي چې پانګې يې د کنګل کېدا وړ وي او نه هم دوی د خپلې حقې مبارزې په لار کې د داسې ګواښونو پروا لري.
 اعلامیه خپلو مخالفینو ته په خطاب کې وايې : « دښمن باید پوه شي   چې په داسې تبلیغاتو نه شي کولای ، زموږ د جهاد په وړاندې خنډ ایجاد کړي ، موږ له حقیقي  شهادتونواو د دښمن له بندیزونو سره  بلد خلک یو ، او هر دم ورته امادګي لرو ، نوڅرنګه به داممکنه وي  چې څوک مو دمرګ په دروغجنو اوازو او یا د تحریمونو په خیالي  پروپاګندو  وویروي ؟»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x