دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۸)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د ښځو د ازادۍ بل لعنت طلاقونه دي

هغه سروې چي د ملګرو ملتو دا دارې Demographics and Social Statistics Division له لوري شوېده هغه په لاندي ډول سره ده:

امريکا:

په امريکا کي تل ۵۰٪ ودونه بيرته طلاقيږي په هرو شپږو ثانيو کي دا مريکا په متحده ايالاتو کي يو واده ماتيږي، د نيواډا په ايالت کي دا سلنه زياته ده تر۷۳٪ ودونه بيرته طلاقيږي. په ۲۰۱۳ ميلادي کال کي امريکاپه ټوله نړۍ کي د طلاقونو لومړي مقام درلودئ او داچي دا
ټولنه پرمختللې ده و بل لورته و انساني کرامت او ژوند ته هيڅ پاملرنه او ارزښت پکښې نشته.

فرانسه:

په ټوله اروپاکي په فرانسه کي طلاقونه زيات شتون لري، په پاريس کي تر ټولو زيات طلاقونه صورت نيسي او په اوسط ډول سره ۵۵٪ ودونه طلاقيږي.

کيوبا:

په کيوبا کي په اوسط ډول سره ۵۶٪ ودونه طلاقيږي، په معمولي شيانو باندي طلاقونه صورت نيسي چي د کيوبا کمونست دولت يې حيران کړيدئ.

استونيا:

په استونيا کي په اوسط ډول سره ۵۸٪ ودونه طلاقيږي، په هرو لسو ودونو کي ۶ طلاقيږي.

لوګزامبورګ:

په لوګزامبورک کي په اوسط ډول سره ۶۰٪ ودونه طلاقيږي، په زياته اندازه سره په دې سيمه هغه کسان طلاقونه پلي کوي چي عمرونه يې ۴۰- ۴۹ پوري وي.

هسپانيه:

په هسپانيه کي په اوسط ډول سره۶۱٪ ودونه طلاقيږي، دا د تعجب خبره ده په هسپانيه کي دا ځکه چي دا د کاتوليکو عيسايانو مرکز بلل کيږي، په هسپانيه کي په ۱۹۸۱ ميلادي کال کي طلاق قانوني حيثيت پيدا کړ، دومري ودونه پکښې نشته لکه طلاقونه چي صورت نيسي.

هنګري:

په هنګري کي په اوسط ډول سره ۶۷ ٪ ودونه طلاقيږي، مخکي په هنګري کي ودونه تر طلاقونو زيات وه خو اوس داسي نه ده، د يوې سروې له مخي ۱۰٪ نارينه د ښځو له لورې طلاقيږي و بل لور ته ۱۲ء ۴ ٪ ښځې ودونه کوي.

پرتګال:

په پرتګال کي ۶۸٪ ودونه طلاقيږي،پرتګال چي د هسپانيې همسايه هيواد دئ او د کاتوليکو عيسايانو تر اغيزو لاندي دئ هم د طلاقو ګراف يې مخ په لوړه ځي، د يوې پيړۍ راهيسي طلاقونه پکښې قانوني شوي دي، مخکي به په يوه کال کي څو سوه طلاقونه وه خواوس حالت بل دی او طلاقونه و زرهاوو ته رسیږي.

بلجيم:

په بلجيم کي ۷۱٪ ودونه طلاقيږي، داچي بلجيم د اروپايي هيوادونو مرکز دئ هر کال پکښې ۳۲۰۰۰ طلاقونه صورت نيسي، چي دا ښه خبر نه دئ، چي له همدې کبله په عامو ځايونو کي زناوې، د سکون نه شتون، فزيکي او دماغي ستونځې ، نشې، قتلونه ، تښتونې او داسي نور فسادونه صورت نيسي، صرف دريمه برخه ودونه رښتني وي چي دواړه جوړه تر مرګه سره پالي.

کاناډا:

داچي کاناډا يو پرمختللی هيواد دئ خو بيا هم ټولنيز مشکلات يې زښته ډېر دي، د۲۰۱۳ راهيسي په کاناډا کي طلاقونه و۵۰٪ ته جګ شويدي.

هندوستان:

داچي هندوستان يو مذهبي او کلتوري هيواد دی خو بيا هم طلاقونه پکښې ډېر دي، دا چي کارونه نشته، تعليم کم دی نو ځکه طلاقونه هم پکښې ډېر دي، په اوسط ډول سره ۲۱۰۰ طلاقونه په کال کي صورت نيسي.

روسيه:

که څه هم روسيه يو اقتصادي او پر مختللی هيواد دئ خو بيا هم ستونزې لري،په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي د طلاقونو ګراف و65.4% ته لوړ شو چي دا يوه جدي ستونزه ده.

اوکراين:

داچي ټوله نظام يې د نارينه وو په واک کي دئ له همدې کبله و ښځو ته هيڅ توجه نشته له همدې کبله د طلاقونو سلنه ۴۴٪ ده.

جنوبي افريقا:

په جنوبي افريقا کي د طلاقونو سلنه و۶۲٪ ته رسيږي، داچي په جنوبي افريقا کي خاوند او مېرمن ډېر يوځای نه سره اوسيږي له همدې کبله يې مينه کمه او د جلاکېدو سبب ګرځي، چي په مخکي کلونو کي دا شماره لږ وه يعني ۳۵٪ وه خو اوس زښته ډېره ده.

برطانيه:

په برطانيه کي خلک او دولت و کورني جوړښتونو ته هيڅ توجه نه کوي، هغه اندازه چي دوی يې وړاندي کوي تر هغې اندازې طلاقونه ډېر دي، يوه ستره ستونزه داده چي نر و ځانته ګرل فرينډ لري او ښځه بيا و ځانته بُواي فرينډ لري له همدې کبله دا انساني جوړښتونه زيانمن دي، او تر پروسږ کال يې طلاقونه دوه چنده دي، پروسږ کال په ۲۰۱۳ کي دطلاقونوسلنه ۵۳٪ وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x