fbpx
Allah

كه لښکرې درسره وي یک تنها یې

دقرانکریم دوه ایتونه را اخلو، هغه ایتونه چې دستراو دلوی عزم خاوند پیغمبرموسي علیه السلام په کیسه کې راغلي دي، دې ایتونو ته لیږ ځنډ تم کیږو…

لومړی ایت:

فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ. الله جل جلاله دموسي علیه السلام مورته وایې چې ده ته تی ورکوه، کله چې په هغه باندي وویریږې په نیل رود کې یې وغورځوه.

دویم ایت:

فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ ۖ . الله جل جلاله دفرعون دانجام کیسه کوي او وایې: فرعون مو ونیو او دهغه لښکرې، نو په نیل کې مو وغورځول.

په دواړو ایتونو کې د (الیم) توری مشترک ده خو حالت او پایله په دواړو کې بدله ده، موسي علیه السلام د انتهایي ضعف او کمزوري په حالت کې ده، هغه تیخوره ماشوم دی او مور یې دالله په امر له ویرې نیل ته غورځوي، پایله یې داده چې له دومره کمزوري سره الله نجات ورکړ او روغ رمټ ووت. او فرعون د زور او ځواک په حالت کې له ټولو لښکرو سره نیل ته ښکته شو او پایله یې هلاکت او غرق شو.

دلته له دې ایتونو دا قاعده ترلاسه کوو چې څوک له الله سره وي هغه دي دکمزوري او لیږځواکي پروا نلري بریالی دی، او څوک چې له الله نه لري وي هغه ته هیڅ ډول ځواک او قوت ګټه نشي رسولی. شاید عبدالرحمان بابا رحمه الله تعالي له دي ایتونو الهام اخیستی وي چې وایې:

چې الله در سره مل نه وي رحمانه
که لښکرې درسره وي یک تنها یې

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د