
افغانستان د صحرا جام پای لوبي ته ووتی
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د افغانستان او عمان تر منځ نن د جمعې په ورځ د صحرا جام سیالیو نیمه پایلوبه په دبۍ کې تر سره شوه چې افغانستان په اته وکټونو سره وګټله.
د افغانستان کپتان اصغر ستانکزی د لوبي پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه.
د عمان لوبډلي په شل اورونو کې ۱۴۹ منډي جوړي کړې او اته لوبغاړي يې وسوځېدل.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې فریداحمد ۳ لوبغاړي وسوځول.
راشد خان ۲ لوبغاړي، امیر حمزه او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړی اوټ کړ.
نن تر ټولو کمي منډي د راشد خان په ۴ اورونو کې جوړي شوې، د نومړي په ۲۴ بالونو باندي یوازي ۱۴ منډي جوړي شوې.
امیر حمزه هم ښه بالنګ وکړ، د نوموړي په ۴ اورونو کې یوازي ۱۷ منډي جوړي شوې.
د دولت زدران په ۳ اورونو کې ۴۲ منډي جوړي شو او د فرید احمد په ۴ اورونو کې ۳۵ منډي جوړي شوې.
افغانستان په توپ وهنه کې ۱۵۰ منډي هدف د ۱۹ اور په دریم بال باندي ترلاسه کړ او دوه لوبغاړي يې وسوځېدل.
د افغانستان له لوري محمد شهزاد د ۳ شپږیږو او ۸ څلوریزو په مټ ۸۰ منډي جوړي کړې، نوروز منګل د یوې شپږیږي او ۴ څلوریزو په مټ ۳۴، اصغر ستانکزي یوه شپږیږه او دوه څلوریزي ووهلې او ۲۵ منډي جوړي کړي، سمیع الله شینواری هم ۶ منډي جوړي کړې.
د لوبي غوره لوبغاړی محمد شهزاد ونومول شو.
باید وویل شي چې نن د صحرا جام دوهمه نیمه پایلوبه د سکاټ لېنډ او آیرلېنډ تر منځ تر سره کیږي، ګټونګې لوبډله به نن ماخوستن د افغانستان سره د صحرا جام پای لوبه وکړي.