نړۍ

د ګوانتنامو درې بندیان امارات او یو سعودي ته انتقال شو

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د امریکا دفاع وزارت د ګوانتنامو درې بندیان متحده عرب اماراتو ته سپارلې او یو بندي يې سعودي ته نقل کړی دی.

د پنټاګون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسی بندي «رافیل مینغازوف، حاجي ولي محمد او یاسین قاسم محمد اسماعیل قاسم» د ګوانتنامو څخه متحده عرب اماراتو ته انتقال شول، په داسي حال کې چي تېره ورځ یو بل بندي «جبران بن سعد بن وازع القحطاني» سعودي ته انتقال شو.

حاجي ولي محمد

په راخلاص شویو څلورو بندیانو کې حاجي ولي محمد افغانی دی، او یاسین قاسم د یمن هیواد دی.

بايد وویل شي چې تېره اونۍ هم لس تنه بندیان د ګوانتنامو څخه عمان هیواد ته انتقال شول چې په هغو کې هم دوه تنه افغانان وه چې نومونه یې «کریم بستاني او عبدالظاهر» ښودل شوي، پاته یې ټوله د یمن هیواد وه.

ګوانتنامو زندان په کال ۲۰۰۲ کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وخت کې جوړ شوی تر څو د افغانستان او نړۍ څخه نیول شوي امریکا ته مطلوب کسان په غیر قانوني توګه بېله محکمې په کښي وساتلی شي.

دغه زندان تل د حقوق بشر ادارو له خوا تر نیوکو لاندي نیول شوی او د امریکايي سیاستمدارانو له خوا په دې وجه غندل شوی چې په نړۍ کې یې د امریکا نوم بد کړی او امریکا یې نړۍ ته د حقوق بشر ناقض هیواد معرفي کړی.

د «هیومن رایټس فرسټ» بشري موسسې په یوه راپور کې ویل شوې وه چې د جورج بوش د ولسمشرۍ تر وروستي کال (۲۰۰۹) پوري د ۷۸۰ بندیانو څخه یې ۵۲۰ ازاد یا خپلو هیوادونو ته انتقال شوي وه، او د اوباما په ولسمشرۍ کې ۱۷۹ تنه یې خپلو یا پردیو هیوادونو ته لیږدول شوې دي.

د پنټاګون څخه په خپور شوي راپور کې راغلي چې د ګوانتنامو زندان کلنۍ بودیجه ۴۴۵ ملیونه ډالره ده، چې د هر بندي د کال ۷.۵ ملیونه ډالر مصرف راځي، په داسي حال کې چې خپله په امریکا کې په تر ټولو مصؤونو بندي خانو کې د یوه بندي کلنۍ بودیجه ۷۸ زره ډالره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x