
ډونلډ ټرمپ نن رسما د امریکا ولسمشري تسلیموي
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رسمي ډول د ولسمشر باراک اوباما څخه د ولسمشري واکونه تر لاسه کوي او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره به د امریکا ولسمشر وي.
په دغه مناسبت نن د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې خاص مراسم نیول شوي چې په زرګونو امریکایان ګډون په کښي کوي او په ورته وخت کې امکان شته چې د ډونلډ ټرمپ پر خلاف پراخ لاریونونه وشي او خلک د هغه د اعلان شوي سیاستونو سره خپل مخالفت څرګند کړي.
ډونلډ ټرمپ د خپلي ښځي «میلانیا» په ګډون واشنګټن ته رسېدلی، د امریکا ماپښين مهال «افغانستان نهه نیمي بجې» به د نوموړي د ټاکل کېدو او قسم اخیستلو مراسم به د کاپيټال په نامه ودانۍ کې تر سره شي چیري چې د امریکا د کانګریس ودانۍ هم ده.
ټرمپ او مرستیال به یې د ستړي محکمې د قاضي جان رابرټس مخته قسم واخلي.
دهغه وروسته به ډونلډ ټرمپ د ولسمشر په حیث خپل لومړنۍ وینا وکړي، د نوموړي وینا به د امریکا اکثره رسنۍ په ژوندۍ بڼه ښکاره کړي، او همداسي د مختلفو هیوادونو ولسمشران، دیپلوماټان، د امریکا د کانګریس غړي، د محکمې غړي او په زرګونو امریکایان به د نومړي د تنصیب په مراسمو کې ګډون وکړي او د هغه وینا به واوري.
په دغه مراسمو کې د امریکا پخواني ولسمشران «جیمي کارتر، جورج بوش، بیل کلنټن» هم ګډون وکړي او د ډونلډ ټرمپ مخالفه هیلاري کلنټون په اړه هم ویل کیږي چې دغه مراسم به په ژوندۍ بڼه وویني.