quan

د نورو د مقدساتو په بی حرمتی کولو ولاړه دیموکراسی

 

په ۲۰۰۵ کال کی په لومړی ځل په مطبوعاتو کی د ګوانتانامو له زندان څخه د قرآن کریم د توهین کولو راپورونه خپاره شول. د همدی کال د ستمبر په ۳۰ مه نیټه د ډینمارک یو اخبار (د محمد صلی الله علیه وسلم څیره) تر عنوان لاندی یو مضمون خپور کړ. له دی مضمون سره یو ځای دوی د پیغمبر علیه السلام کاریکاتور هم نشر کړل. وروسته بیا د ناروی یوی مجلی هم دغه کاریکاتورونه دوباره چاپ کړل. 
په ۲۰۱۰ کال کی د امریکا د فلوریډا ایالت یو عیسوی پادری ټیری جونز د ۱۱ ستمبر د کلیزی په یاد کی په علنی توګه قرآن کریم ته د اور اچولو برنامه جوړه کړه. که څه هم هغه وخت نوموړی دا کار وځنډاو خو وروسته یی په ۲۰۱۱ کال کی دغه  کفری او ظالمانه اقدام عملی کړ.
 ټیری جونز په خپل دی عمل سره نه یوازی د یو مذهب سپکاوی وکړ بلکه په نړی کی د موجودو ۱.۵ ملیارد نه زیاتو مسلمانانو د احساساتو توهین یی هم وکړ. داسی ګومان کیږی چی ددی ناوړه اقدام د اعلان نه تر عملی کولو پوری له دی مودی څخه نوموړی د تبلیغاتی کمپاین په توګه استفاده وکړه. پدی کار کی له نوموړی سره بعضی سیاسی کسان پوره شریک وو. ځکه چی ټیری جونز په امریکا کی د یوی سیاسی ډلی مشری په غاړه لری. نوموړی د ۲۰۱۲ کال د جمهوری ریاست انتخاباتو ته ولاړ آزاد نوماند و او ویل کیږی چی د ۲۰۱۶ کال د جمهوری ریاست انتخاباتو ته د ولاړو نوماندانو په لست کی هم شامل دی. 
د ۲۰۱۲ کال د جنوری په ۲۲ نیټه امریکایی عسکرو د بګرام په نظامی اډه کی د قرآن کریم نسخو ته اور ورته کړ. چی په نتیجه کی یی د افغانانو او د نړی د نورو مسلمانانو سخت غبرګونونه راپورته کړل. د لاریونونو او تظاهراتو په ترڅ کی ۳۰ افغانان شهیدان او په سلګونو نور زخمیانو شول. په لومړی ځل د امریکا حکومت رسمی بښنه وغوښته او امریکایی چارواکو اعلان وکړ چی له دی وروسته به ټولو بهرنیو ځواکونو ته د مقدساتو د احترام په اړه ځانګړی روزنه ورکول کیږی. خو له دی پیښی وروسته هم بهرنیو ځواکونو خپل دی ناوړه عمل ته ادامه ورکړه او د دوی داسی کړنی تر ننه ورځی  پوری جریان لری.
 د همدی لړی په یوه تازه پیښه، د تیرې یکشنبې په شپه د وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ د شنیز درې د سیرک نومی کلی رامینځ ته شوه. بهرنیو ځواکونو د داخلی عسکرو او اربکیانو په ملتیا په نوموړی کلی  چاپه ووهله. په خواږه خوب ویده سپین ږیری، سپین سری، ځوانان، پیغلی او ماشومان یی راپاڅول. د هر کور یی تلاشی یی واخسته او د کلی خلک یی تر سهاره په یخ کی تر شنه اسمان لاندی درولی وساتل. د کورونو د تلاشی نه وروسته د جومات په لور روان شول او د جومات ټول فرشونه یی د تلاشی په بهانه راوسپړل. د جومات الماری یی راخلاصی کړی او پکی پراته قرآن کریمونه یی تلاشی کړل  او د هغو یی توهین وکړ. د کلی خلکو د دوی د همدی اقدام په غبرګون کی سهار ته لاریون تر سره کړ او تر ناوخته یی د قندهار-کابل لویه لاره د ترافیکو په مخ تړلی وه.
په ۲۰۱۱ کال کی د ایشیا فاونډیشن له لوری یو سروی تر سره شوی وه چی په هغه کی ویل شوی و چی افغانان د بهرنیو ځواکونو له لوری د خپلو کلتوری ارزښتونو د بی حرمتی احساس کوی او له بهرنی ځواکونو څخه  خوف احساسوی. همداشان پدی سروی کی ویل شوی و چی اکثره افغانان بهرنیو ځواکونو ته د اشغالګرو په سترګه ګوری. له ۲۰۱۱ کال راهیسی دا احساس اوس نور هم پیاوړی شوی دی.
 حقیقت دا دی چی بهرنیو ځواکونو ته یوازی د جنګ کولو روزنه ورکول کیږی. دوی ته د مذهبی او کلتوری ارزښتونو د پام ساتلو په اړه تربیه نه ورکول کیږی. په همدی شکل دوی افغان ځواکونو ته هم روزنه ورکوی. ددی ښه بیلګه همدا وروستی د وردګو د شنیز دری پیښه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د