نړۍ

د نایجیریايي پوځ په خطائي بمبار کې ۱۷۰ کډوال وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د نایجیریا پوځ په شمالي ولایت «بورنو» کې پر ملکي وګړو بمبار کړی چې له امله یې ۱۷۰ تنه وژل شوي دي.

د سیمي اوسیدونکي او ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د پوځ یوې الوتکي پر هغه کمپ دوه ځله بمبار وکړ چیري چې بهرنیو موسسو د جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته کومکونه وېشل، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷۰ تنه ووژل شول.

د بې سرحده ډاکټرانو موسسې په لومړیو راپورونو کې ویلي وه چې د تیري سې شنبې په پېښه کې ۹۰ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي. بلخوا د سره صلیب ادارې د اویا کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو، خو د الجزیرې په وینا د سیمي اوسیدونکي د ۱۷۰ تنو د مړیني خبر ورکوي.

د نایجیریا پوځ د پيښي پخلی کړی او ویلي چې بمبار په غلطۍ شوی دی، ځکه دوی غوښتل چې د «بوکو حرام» سخت دریځي ډلي وسلوال په نښه کړي.
د هوايي ځواک مشر تېره ورځ رسنیو ته وویل چې د یو شمېر پوځي ضابطانو او چارواکو په ګډون د پيښي تحقیقات پيل شوي دي.

سرصلیب ادارې ویلي چې دوی د پيښي له ځایه ۹۰ تنه ټپیان نیژدې ښاري کلینکونو ته انتقال کړي دي.

د بشري حقوقو نړیوال سازمان ویلي چې په بمبار کې نهه تنه بشري کارکوونکي وژل شوي دي او زیاته کړې چې الوتکي د کډوالو کمپ څو ځله بمبار کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x