افغانستان

په کندهار کې ۱۱ تښتول شوي کاریګر خوشي شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک نن رسنیو ته وویل چې ددغه ولایت په تخته پول ولسوالۍ کې ۱۱ تنه تښتول شوي کاریګر را خوشي شوي دي.

نوموړي وویل چې یادو کاریګرو د تخته پول ولسوالۍ په لوړ مېل کلي کې د یوې ښوونځي چاردیوالي جوړول چې د نامعلومو وسلوالو له لوري وتښتول شول. خپلواک وویل چې اوس دغه کاریګر د قومي مخورو په منځګړیتوب را خوشي شوي دي.

باید وویل شي چې دغه کاریګر اکثره د وردګ ولایت دی، د خپلواک په وینا شل ورځي وړاندي هغه مهال تښتول شوي وه کله چې د عبدالله نیکه د ښوونځي دیوال یې جوړوی. نوموړي وویل چې اوس به ددغه ودانۍ د جوړوني کار بیا پیل شي.

تر اوسه د دغه کاریګرو د تښتوني پړه چا په غاړه نه ده اخیستی او نه یې هم د خوشي کیدو په اړه کوم لوري نور معلومات خپاره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x