افغانستان

فراه: پولیسو پر ماشومانو بم غورځولی، دوه یې وژلي یو ټپي دی

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د فراه ولایت په مرکز کې د پولیسو په بم غورځولو سره دوه وروڼه ماشومان وژل شوي دي او یو بل ټپي شوی دی.

د والي ویاند محمد ناصر مهدي رسنیو ته د پيښي تایید کړی او ویلي چې پېښه تېره ورځ ماځیګر په سور کلي کې هغه مهال را منځته شوه کله چې د ملي پولیسو له پوستې څخه پر ماشومانو باندي بمي برید وشو چې له امله یې دوه تنه ماشومان مړه او یو ټپي شو.
نوموړي ویلي چې دا لا څرګنده نه ده چې پولیسو ولي پر ماشومانو بم غورځولی خو ویلي چې بم غورځوونکی پولیس یې نیولی دی او تر تحقیقاتو لاندي دی.

د ټپی شوي ماشوم پلار عبدالروف نومیږي، نوموړي په روغتون کې د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ټپي شوی ماشوم یولس کلن دی، دده زوی دی او وژل شوي دوه ماشومان یې ورېرونه دي، چې یو یې نهه کلن او بل یولس کلن وو.

نوموړي ویلي چې درې سره ماشومانو د کور تر څنګ پسونه څرول چې د پولیسو له لوري باندي بم وغورځول شو.

نوموړي د پيښو د عاملینو لپاره د سزا غوښتونکی شو او د عدالت غوښتنه یې وکړه.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د احصائیاتو له مخي د دولتي ځواکونو له لوری د ملکي تلفاتو اکثره پيښي د بم غورځولو، هاوان غورځولو، توپ ویشتلو او یا هوايي بمبارونو په واسطه را منځته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x