ورزش

صحرا جام: پایلوبه به د افغانستان او آیرلېنډ تر منځ وي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): افغانستان د ایرلېنډ لوبډلۍ ته په لومړۍ لوبه کې په پنځه وکټونو ماتې ورکړې وه، خو نن ماخوستن به دواړه لوبډلي یو ځل بیا په پایلوبه کې سره مخ شي تر څو ګټونکي کپتان ته د صحرا جام په رسمي ډول سره وسپارل شي.

نن افغانستان او آیرلینډ په نیمه پایلوبو کې ډېره قوي لوبه وکړه او خپل مخالفو لوبډلو ته یې په لویه کچه ماتې ورکړه. افغانستان د عمان ملي لوبډلي ته په اته وکټونو ماتې ورکړه او آیرلېنډ خپل مقابل سکاټ لېنډ ته په ۹۸ منډو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې افغانستان او ایرلېنډ به نن ماخوستن په پایلوبه کې د افغانستان په وخت اته بجې سره مخ شي.

د صحرا جام پایلوبه د دوبۍ په نړیوال کرکیټ میدان کې تر سره کیږي، تمه کیږي چې ددغه لوبي د نندارې لپاره به زیات شمېر افغان مینه وال میدان ته حاضر شي، ځکه چې نن د جمعې ورځ ده چې په دبۍ کې رسمي رخصتي هم ده.

په ننۍ لوبه کې د آیرلېنډ لوبډلي لومړی توپ وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۱۱ منډي جوړي کړي، په جواب کې سکاټلنډ یوازي ۱۱۳ منډي جوړي کړې او په شپاړسم اور یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

افغانستان او آیرلېنډ یو د بل پر خلاف تر اوسه ۶ شل اوریزي نړیوالي لوبي کړي دي چې دواړو غاړو درې درې لوبي ګټلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حکيم

اسلام عليکم بادله سلام دکرکيټ بوډاداريته زما داوي ناه د

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x