پیښې او دریځونه

دا مه لولئ !

خبردی چې متحده عرب امارتو د نړۍ په کچه په شراب څښلوکې لومړنی مقام ګټلی .

پورتنی خبره تیره ورځ ارابیان بیزنیس عربي ژبې رسنۍ په خپل سایټ کې نشر، خوتر نشر لیږګړئ وروسته یې سمدستي بیرته لیري کړ .

په خبرکې راغلی چې په یادهیوادکې په تیره یوه کال کې لس ملیون لیتره ویسکي (Whiskey ) شراب څښل شوي دي .

Whiskey ویسکي شراب تر ټولو ګران بیه شراب دي چې اوس یې ځیني امریکايي او اوروپايي شرکتونو د عربانو لپاره د حلال ویسکي ( حلال شراب) !!! جوړولو تابیا کړې ده .

په هغې احصائیې کې چې په نړیواله کچه د ویسکي شرابو مصرفوونکو هیوادونوپه اړه تر سره شوې متحده عرب اماراتو پکي لومړی او دفرانسې هیواد دوهم مقام ګټلی .

متحده عرب امارات په داسې حال کې په نړیواله کچه په شراب څښلوکې لومړی مقام ګټي چې څو ورځې مخکې یې د نوي عیسوي کال د پیلیدو په مناسبت د دغه هیواد د وبۍ ښار په برج الخلیفه کې د اتش بازیو په میله هم ۴۰۰ ملیون ډالره لګښت کړی وه .

معمولا غربي هیوادونه چې اکثریت یې عیوسویان ( د مسیحیت دین پلویان) دي خپل نوي میلادې کال په داشان شانداره مراسمو سره لمانځې او په همدغومراسموکې هریو له یوه اوبل سره سیالي کوي ، خو د سږني ۲۰۱۴ میلادي کال مراسم د متحده عرب اماراتو لخوا د یوه اسلامي هیواد په توګه په داسې جم اوجوش سره ولمانځل شول چې نړیوال ریکارډ یې مات او له ټولو غربي هیوادونو څخه یې د لمانځلو سیالې وګټله .

متحده عرب امارت یواځې په شراب څښلو ، او میلادي کال لمانځلوکې نه دې مخکي ، بلکي په ټولو هغو مناسباتوکې چې په ځانګړي ډول د غربي نړۍ ترمنځ یې پالل ورځنی تعامل وي هم تر غربیانو مخکي دي .

تیرکال داګست په میاشت کې چې کله د اسرائیلو د مخکیني ناروغ لومړي وزیر اریل شارون دمړینې خبر خپوشو نو بیاهم متحده عرب امارت لومړنی هیواد وه چې اسرائیلو ته یې د شارون د مړینې له امله د خواخوږۍ پیغام ولیږو.

له بده مرغه چې اسلامي هیوادونه په نړیواله کچه د تمدن اوپرمختګ له قافلې په هرلحاظ ډیر وروسته پاتې دی ،کوم یو چې یې مخ کې کیږي د هغوئ پرمختګ عکسي وي .

عکسي په دې مانا چې یا په فساد او مخدره توکوکې کې لومړی مقام ګټي لکه افغانستان ، یاپه شراب څښلو او غربي کلتور پاللوکې لومړی مقام تر لاسه کوي ، لکه متحده عرب امارات ، یا په خپل منځي وژنو او اختلافاتوکې په لومړي مقام حائز کیږي لکه سوریه ، عراق او مصر…

عبد الرحیم ثاقب، کالم: اسمانه کړنګ ووهه، را پریوځه- نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x